05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پوهاند دوکتور نوراحمد میرازي د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د غمشریکۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۳مه/ باختر
په ډېرې خواشینۍ خبر شوم چې د کابل پوهنتون استاد او د علمي شورا غړی پوهاند دوکتور نوراحمد ميرازی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی.
ارواښاد پوهاند دوکتور نوراحمد ميرازي نيمه پېړۍ په علمي او مسلکي ډګر کې زرګونه ځوانان مسلکي  وروزل او د کابل پوهنتون ساينس پوهنځي کې يې د استادۍ پر مهال د هيواد د بچيانو خدمت وکړ، مړينه يې د افغانستان د علمي او اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکې ټولنې لپاره يوه لويه ضايعه ده.
د ارواښاد پوهاند دوکتور نوراحمد ميرازي کورنۍ، دوستانو، شاګردانو، د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ او ټولو هیوادوالو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم، ارواښاد ته د لوی الله له دربار څخه د فردوس جنت او وارثینو ته يې د جميل صبر دعا کوم.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.