07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سرپل کې ۹۶۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۱٨ مه / باختر
د سرپل ولايت په بلخاب او ګوسفندي ولسواليو کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۹۶۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابریږي.
د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت مسوولین وايي چې د سرپل د بلخاب ولسوالۍ په تیخوچ، آبجوش او د ګوسفندي ولسوالۍ په آبخور کلیو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو کار روان دی.
د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې ۹۶۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
پای/وصال

Last modified on Wednesday, 08 July 2020 07:39

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.