10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کايل/ د چنکاښ ۱۸ مه/ باختر
د قندهار په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم، دې ولسوالۍ ته  د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او ورسره پلاوې د سفر پر مهال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کرنې او مالداری وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه ستر فارم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د دامان ولسوالۍ په انارباغ کې جوړ شوی دی.
دغه فارم په ۴۲ جریبه ځمکه کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړشوی دی.
یاد فارم په هېواد کې د کب روزنې تر ټولو لوی فارم دی، چې د کبانو د دوه میلیونه بچیو د پالنې وړتیا لري.
قندهار  له هغو ولایتونو څخه دی، چې د کب روزنې ډېر فارمونه لري.
په قندهار  کې د کبانو د غوښې د تولید کلنۍ وړتیا، څه باندې شپږ زره ټنه ده.
باید وویل شي، چې په قندهار کې د کبانو د بچیو د پالني په برخه کې د فارمونو په جوړولو کې پانګونې په پراخېدو دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.