06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ځوانانو له همکارۍ پرته د سولې په بهیر کې بریا ناشونې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۹ مه / باختر

د بلخ د مدني ټولنې یو شمېر غړو په یوه آنلاین ناسته کې خپل لیدلوري او نظرونه د مرکچي پلاوي له غړو حبیبې سرابي، شریفې زرمتۍ وردګ او خالد نور سره شریک کړل.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغې مشورتي ناستې په پیل کې د مذاکره‌کوونکي ټیم غړې حبیبې سرابي د کړو کارونو او له بېلابېلو خلکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د شوو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل.

مېرمن سرابي وویل مذاکره‌کوونکی ټیم د ځوانانو همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري ځکه په یوازې ځان او د ځوانانو له همکارۍ پرته د سولې په بهیر کې بریا ناشونې ده.

ورپسې د ناستې ګډونوالو له مذاکره‌کوونکي ټيم سره د سولې بهیر په اړه خپل وړاندیزونه، پوښتنې او اندېښنې شریکې کړې.

دغو مدني فعالانو له بېلابېلو خلکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د مشورتي ناستو هرکلی وکړاو  د هېواد په کچه د لویو خبرو اترو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

هغوی د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو خلکو حضور اړین وباله او ویې ویل چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ځوانان به د سولې په مذاکراتو کې د مذاکره‌کوونکي ټیم ترڅنګ وي.

د څو کلنو لاسته‌راوړنو، جمهوري نظام او اساسي قانون ساتنه، په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو مشارکت او حضور هغه موارد وو چې د مدني ټولنې استازو پرې ټینګار کاوه.

شریفې زرمتۍ وردګ د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو او ځوانانو له حضور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې حکومت او مذاکره‌کوونکی ټیم د سولې بهیر د مخ ته‌وړلو لپاره پیاوړې ژمنتیا او اراده لري او د دغه بهیر د لا ښه‌والي لپاره د ټولنې له بېلابېلو خلکو سره مشورتي ناستې جوړې شوې دي. دې همدا راز وویل چې دا ناستې به په دوامداره توګه روانې وي.

خالد نور وویل چې له متفاوتو لیدلورو سره سره حکومت، مذاکره‌کوونکی ټیم، سیاسیون او خلک پر ملي اصولو او ارزښتونو هوکړه لري او د دغو اصولو د ساتلو لپاره به په جدي توګه کار وکړي.

حبیبې سرابي د مدني ټولنې استازي د سولې سفیران وبلل او ویې ویل اړتیا ده چې د مدني ټولنې بنسټونه د مذاکره‌کوونکي ټیم او خلکو ترمنځ د اړیکې په جوړولو کې مرسته وکړي.

مېرمن سرابي وویل چې مذاکره‌کوونکی ټیم پر داسې مېکانېزم کار کوي چې د سولې بهیر په بېلابېلو پړاوونو کې یې له مخې له ټولو پاړکو سره همغږي او مشوره وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتيژيکو اړیکو عمومي رئیسې ناجیې انوري هم د بېلابېلو پاړکو د نظرونو راټولولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو په ورکړې سره وویل چې د دغه وزارت یو اصلي مسؤولیت د سولې په بهیر کې د خلکو د مشارکت ډاډمنول دي او وزارت په پام کې لري په ولایتونو کې هم مشورتي ناستې جوړې کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلاجعفري د وزارت او مدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل هڅه دا ده چې د مدني ټولنې بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په همکارۍ کې د بېلابېلو خلکود نظرونو په راټولولو سره د سولې لپاره کار وکړي.

دغه ناسته د مذاکراتي ټیم د مشورتي ناستو په لړ کې د بلخ د یوولسو مدني بنسټونو د استازو په حضور کې په آنلاین توګه جوړه شوه.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.