د ملکي خدمتونو په ادارو کې څلورسوه لومړي او دويم بستونه سرپرستان اداره کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر

د ملکي خدمتونو په ادارو کې په لومړیو او دویمو بستونو کې د سرپرستانو شتون، په یوې اساسي اداري ستونزې بدل شوی دی. دغې ستونزې ته په پام او د جمهوري ریاست د لارښوونې له مخې، د کمېشنرانو بورډ د ملکي خدمتونو په دستګاه کې د سرپرستانو شتون وڅېړه او پريکړه یې وکړه چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ملکي خدمتونو په ادارو کې په لومړیو او دویمو بستونو کې سرپرستي پای ته ورسېږي.
د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسيون معلوماتو له مخې؛
د مګړۍ د ملکي خدمتونو ۴۰۰ لومړی او دویم بستونه د سرپرستانو لخوا اداره کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر یو کال کې، د ملکي خدمتونو لومړی او دویم ۲۶۶ بستونه، د تقاعد، استعفی او یا هم د دندې پرېښودو په پایله کې، د ضایعاتو شاهد وو.

د کمېشنرانو بورډ پرېکړه وکړه چې په لومړي پړاو کې، د دغو بستونو د دندو لایحو باندې بیا کتنه او نوې شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، احمد نادر نادري څرګنده کړه چې زیات وخت لپاره په دولتي ادارو کې د سر پرستانو شتون، د کار د دوام په اړه د نه ډاډ له امله کولای شي، کاري سلامتیا اوله ادارې څخه  متوقعه پایلو ته زیان ورسوي. نو له دې امله، له استثننايي حالاتو پرته، باید ټوله ممکنه هڅه وشي چې په ادارو کې د سر پرستۍ د دوام مخنیوی وشي.

back to top