06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان او منځنۍ آسيا ټولنه په بلخ کې جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر
د افغانستان او منځنۍ آسيا ټولنه ځوانانو ته د زده کړې زمينې د برابرولو او کارموندنې په موخه په بلخ کې جوړه شوه.
دغه ټولنه د افغانستان په څلورو ولايتونو کې فعاليت کوي.
په بلخ کې د افغانستان او منځنۍ آسيا ټولنې مسوولې نوريې نجفي زاده د باختر آژانس  سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه ټولنه د ٥٠ غړو په لرلو سره د کارموندنې، د بشر دوستانه خدمتونو د وړاندې کولو، ځوانانو ته د زده کړې زمينې د برابرولو او د رضاکارانه کارونو او فعاليتونو د بنسټيز کېدو په برخو کې فعاليت کوي.
يوشمېر هغه ځوانان چې د دغې ټولنې غړيتوب لري؛ وايي چې د دغه شان ټولنو جوړول کولاى شي د ځوانانو په ځواکمني کولو او د هغوى د ظرفيتونو په لوړولو کې  مهم او ارزښتناک رول ولري.
د يادونې وړ ده چې دغه ټولنه په عدلي او قضايي بنسټونو کې د معلوماتو او د حقوقي  ملاتړ د  وړاندې کولو، کارموندنې او د کورنۍ تاوتريخوالي د کمښت، وړيا، بېطرفه او د اړو کسانو په غوښتنې لارښوونې په محرمانه ډول ترسره کوي.
ختم - ج - اکرم


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.