03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

چارواکي: کونړ کې په ۹ سکتورنو کې بدلون او پرمختګ شوی دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 اسعد آباد / د چنګاښ ۲۳ مه / باختر
د کونړ چارواکي وايي چې په دې ولایت کې له دوو کلونو راهېسې امنیت غښتلی شوی او په ۹ سکتورنو کې بدلون او پرمختګ شوی دی.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په ورستۍ ورځ وویل: په دې ولایت کې یې امنتیت پیاوړی کړی او هر نوی والي چې کونړ ته راځي باید لا نور یې غښتلی کړي.
د والي په خبره چې په دې ولایت کې د بیارغاونې زیات شمېر پروژې د کار لاندې دي او د دې لپاره مو له مرکزي حکومت څخه بیا بیا غوښتي چې د کونړ ستونزې اوارې کړي.
میرزکوال وایي: د ښې حکومت والۍ د رامنځ ته کېدو په برخه کې مو پوره هڅې وکړې، په ادارو کې مو بدلون رامنځ ته کړ او له ولس سره کړې ژمنې مو پوره کړې او همدا ده چې لويې ټولګټې پروژې لکه استنادي دیوالونه او برېښنا چې دا وخت پرې  کارروان دی ترسره شوې دي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په کونړ کې امنیت ښه او د بیا رغاونې زیات شمېر کارونه روان دي چې ډیر بې روزګاره وګړي پکې په ګارشوي دي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.