13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نیمروز کې ښځو د سولې په خبرو کې د خپل شتون غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
په نیمروز کې ښځو او د ښځو د حقوقو فعالانو د سولې په خبرو کې د خپل شتون غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د نیمروز یوشمېر ښځې وايي چې په تېرو دوو لسیزو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه کې دغه قشر ته ډېر زیان اوښتی دی او ښځې په خپل شتون سره کولای شي په هېواد کې دایمي سوله تامينه کړي.
د نیمروز د ښځو چارو رییسه ملالۍ احمدي وايي چې دوى د سولې په خبرو کې د ښځو پر پيکه او نمايشي شتون اندېښمنې دي او له حکومت څخه غواړي چې په سولې بهیر کې د ښځو ریښتنې ونډه مشخصه کړي.
په نیمروز کې د ښځو د حقوقو فعالې مریم قاسمي وویل: که ښځو ته ونډه ورکړۍ شي؛ دغه قشر کولای شي په مستقيم ډول خپلې غوښتنې مقابل لوري ته وړاندې کړي.
ختم/ع


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.