23 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درې ماين جوړونکي طالبان په تخار کې د خپل ماين قرباني شول

٢٤-کابل / دلړم دويمه /باختر درې ماين جوړونکي طالبان...

په هلمند کې د عملياتو په دوام ٧ وسله وال طالبان و وژل شول

٢٣-کابل / دلړم دويمه /باختر په داسې حال کې چې...

يوولس وسله وال طالبان په زابل کې و وژل شول

٢٢- کابل / دلړم دويمه /باختر ١١ وسله وال طالبان په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

هلمندي بڼوال له آفتونو او ناروغیو سره د مبارزې لارې چارې زده کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت بڼوالو ته په عملي او نظري ډول د انګورو له ناروغیو او آفتونو سره د مبارزې لارې چارې ور زده کوي.
باختر آژانس ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي: په دغه روزنیز پروګرام کې، بڼوالو ته د سپېرغوږې (خاکسترک)، قرغنه، شیري او نورو ناروغیو او دغه راز له حشراتو سره د مبارزې په اړه هر اړخیزې زده کړې ورکول کېږي.
الکو وویل چې په دغه پروګرام کې دغه راز د وقايوي او ترکيبي درملو، يوريا سپري، ژمني غوړيو، لايم سلفر او د نورو ترکیبي او وقايوي درملو د جوړولو او د استعمال وختونه بڼوالو ته ښودل کېږي.
د هلمند د کرنې رییس د دغه روزنیز پرورګرام د ترسره کولو موخه، د انګورو بڼونو د ناروغیو او آفتونو مخنیوی او د کیفیت او کمیت له پلوه د دغو بڼونو د حاصلاتو زياتوالى وباله.
پاى / وهاج

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.