09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مسلميار: د سنا مجلس د قانون د پلي کېدو ملاتړی او د غیرقانوني کړنو د مخنیوي په لاره کې د حکومتي بنسټونو ترڅنګ ولاړ دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
د مشرانو جرګې د ريیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ، د دې جرګې د اداري پلاوي ناستې چې په کې د کابل ښاروال او د لویې څارنوالۍ مرستیال هم ګډون لاره، په کابل ښار کې د خپلسرو او غیرقانوني ودانیو د جوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په ناسته کې چې د مشرانو جرګې دوېم نایب محمد اکبر ستانکزي، نایب منشي ډاکټر محمد فیصل سمیع، د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون  ريیس او ځینو غړو حاضر وو؛ د جرګې او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر پياوړتیا په ټینګار سربېره، وویل شول چې د لوړپوړیزو ودانیو د جوړېدو د کابل مېشتو د پرله پسې شکایتونو پر بنسټ د سنامجلس د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د نمونې په ډول له درېيمې، پنځمې او اوومې ناحیو څخه څارنه او ترلاسه کړل چې په وروستیو کې خپلسري او غیرقانوني ودانۍ په بې ساري توګه جوړې او ډېرې ټولنیزې ستونزې یې رامنځته کړې چې باید د دا ډول خپلسریو مخه ونیول شي او مغرضو اشخاصو ته اجازه ورنه کړ شي چې په ښاري بې نظمیو او غیر قانوني اقداماتو لاس پورې کړي.
دغه راز په کابل ښار کې د کثافاتو زیاتوالی بله ستونزه وګنل شوه او یاد مورد ته په ښې رسیدګۍ او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا د پدوله ښارګوټي د برخلیک په معلومولو ټینګار وشو او هم د اړونده حکومتي ادارو ترمنځ لازمه همغږي د هغو افرادو د مهارولو لپاره چې د ودانیو غیرقانوني رغولو کې ښکېل دي، جدي اړتیا وبلل شوه.
ورپسې د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د قلعه زمان خان سړک،عرفاني سړک او د کابل- لوګر د دویم سړک پروژو په برخه کې د پرمختګونو یادونه وکړه او ويې ویل: سره له دې چې نه شو کولای په دې اداره کې د فساد شتون رد کړو، خو د یادې پدیدې سره د مبارزې لپاره اراده شته او په همدې موخه به ډېر ژر ځینې څېرې له خپلو دندو ګوښه شي.
سلطانزوی زیاته کړه: د ښاروالۍ پر وړاندې توطیې روانې دي او د یو شمېر سیاسیونو شخصي غوښتنې هم پر خپل ځای دي او اړتیا ده چې د لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او ښاروالۍ ترمنځ یوه هوکړه رامنځته شي او پر بنسټ یې د غیر قانوني لوړ پوړیزو ودانیو د جوړېد مخنیوی وشي، له دې پرته به اوسني وضعیت دوام و مومي.
نوموړي د دې ترڅنګ چې دې برخه کې د مشرانو جرګې د همکارۍ غوښتونکی شو، ژمنه وکړه چې د خپلو راتلونکو اجرااتو په اړه به رپوټ له جرګې سره شریکوي.
همدا راز د څېړنو په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال په خپلو خبرو کې په کابل کې د ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ نشتوالى لویه ستونزه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې لویه څارنوالي له ټولو برخو سره همکاریو ته ژمنه ده او هم یې وړاندیز وکړ چې په جزا کُد کې دې تعدیل راشي او د غیر قانوني لوړپوړیزو ودانیو د جوړېدو په اړه دې په کې تادیبی موارد په پام کې ونیول شي.
د مسوولانو د توضیحاتو له اورېدو وروسته، د مشرانو جرګې رييس په خپلو خبرو کې وویل چې د سنا مجلس د قانون د پلي کېدو ملاتړی دی او د غیرقانوني کړنو د مخنیوي په لاره کې د حکومتي بنسټونو ترڅنګ ولاړ او نږدې همکار دی او هره قانوني مسوده چې تصویب یا تعدیل ته اړتیا ولري؛ په لنډه موده کې به یې پړاوونه بشپړ کړي.
پاى / وهاج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.