10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکابل ښار د ترافيکو د تنظيم تخنيکي کميټې غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
د کابل ښار  د ترافيکو د تنظيم  د تخنيکي کميټې غونډه نن  دکابل ښاروال محمد داود سلطانزوي په مشرۍ جوړه شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې غونډه کې  د جوازسير او د لايسنس د صادرولو د مرکز د فعالولو په باب  چې د کابل ښاروالۍ له خوا  د ترافيکو په مديريت کې  جوړ شوى دى ، او د جواز سير او لايسنس  د چارو بهير د برېښنايي کولو او اسانه کولو  د کار د پرمختګ  د څرنګوالي او د پخواني دفترونو  د سندونو د لېږدونې په باب خبرې اترې وشوې .
کابل ښاروال  د اړوندو ادارو د همغږى په اړوند  په ټينګارسره  په دې باب  د بهيرونو  د کار د بشپړولو او د ادارو اومسوولينو  د مسووليت مننې  په باب  تمرکز وکړ او څرګنده يې کړه: چې د جوړ شوي مرکز د فعالولو لپاره  په لومړى پړاو کې بايد  د  اقداماتو د تدارک ، د دفترونو د تجهيزاتو اود دايمي مالکيت په باب  زيات غور وشي .
کابل ښاروال وويل:  لازمه ده  چې د دغه مرکز فعاليتونه  اغيزمن وي او د دغه مرکز د جوړولو مشخص هدف  خلکو ته  د اړتيا له مخې ، د معياري خدمتونو وړاندې کول دي .
  هغه دغه راز  د ترافيکي حالت پرښه والي او د ترافيکي  قوانينو اومقرراتو پر رعايتولو هم ټينګاروکړ.    ختم _ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.