15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کندزښاريانو د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کندز / د زمري ۱۱ باختر
د کندزوالي عبدالستارمیرزکوال تېرماښام د کندز له اوسېدونکو سره وکتل.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې: د کندز یو شمېراوسېدونکو د کندز       له والي سره  په کتنه کې د طالبانو د درې ورځني اوربند هرکلي وکړ او ويې وغوښتل دغه اوربند دوام وکړي چې د هیواد اوسېدونکو سوله ییزژوند ولري.
دغو اوسېدونکو د کندزله والي سره په کتنه کې وویل، جګړو زموږ زرګونوځوانان      يې ووژل دي او دغه کړيدلى قشرنور د دې توان نه لري چې په ناحقه قرباني ورکړي.
په همدي حال کې د کندز والي عبدالستارمیرزکوال د دغه ولایت اوسېدونکوته ډاډ ورکړ چې امنیتي اتلان شپه او ورځ هلې ځلې کوي ترڅو د کندز خلک په یو سراسري امنیت کې ژوند وکړي.
د کندز والي د کندز له اوسېدونکو وغوښټل د امنیت په تامینولو کې له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړاوهمکاري وکړي.
ختم ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.