25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې په خاطر د پوهاوي ورکولو پروګرام په شبرغان کې جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ۲۳ مه / باختر
د جوزجان امنیې قوماندانۍ د "باور" رسنۍ په همکارۍ نن په شبرغان ښارکې له سولې څخه د ملاتړ په خاطر د پوهاوي ورکولو پروګرام جوړ کړ.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه پروګرام د سولې د ملاتړ په خاطر د جوزجان اوسېدونکو ته د کتابچو، قلمونو، ګیلاسونو او تبلیغاتي پاڼو په وېش سره جوړ شو.
خبرځای زیاته کړه چې دغه پروګرام د جوماتونو او ښوونځیو له لارې جوړ شوی دی چې خلکو ته د سولې د ښېګنو او د جګړې د ناوړو پايلو په اړوند پوهاوي ورکړ شي.
له دې وړاندې هم د جوزجان مدني فعالانو د سولې د ملاتړ په خاطر د "باور" رسنۍ په همکارۍ په شبرغان ښار کې د (سولې ته وخت ورکړئ) تر نامه لاندې پروګرام جوړ کړی و.
ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.