23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څه دپاسه ٢٤٠ جريبه دولتي ځمکه په جوزجان کې ثبت شوه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک د پروګرام د تطبيق په دوام، ٢٤٦ زرو ٨٩٤ جريبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه په جوزجان کې ثبت کړي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه شمېر له جملې څخه ١٩٢ زرو ٨٧٨ جريبه يې سپينه دولتي ځمکه او پاتې ٥٤ زرو ١٦ جريبه يې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي.
د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت تراوسه په هېواد کې څه دپاسه ٦ ميليونه جريبه دولتي ځمکه ثبت کړې ده او هوډمن دى چې د دولتي ځمکو په ثبت او له هغو څخه په ګټې اخيستنې سره، په هېواد کې د تولګټو پروژو تحقق ته زمينه برابره شي.
ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.