28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هلمند کې يو طالب د خپل ماين ښکار شو

کابل / د تلې ۷ مه / باختر يو ماين ښخوونکى...

طالبانو د هېواد په ختيځ کې يو ملکي وګړى وواژه

کابل / د تلې ۷ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د ښار پاکولو کمپاين په ننګرهار کې دوام لري

کابل / د تلې ۷ مه / باختر د ښار پاکولو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پلخمري- ايبکو لويه لاره کې د نفتي توکو درې ټانکرونه وسوځېدل

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
په پلخمري- ايبکو لويه لاره کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د نفتي توکو ٣ ټانکرونه وسوځېدل.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو نن سهار په چشمه شير ساحه کې        د نفتي توکو پر کاروان بريد وکړ.
په بغلان کې يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې د نفتي توکو ٣ ټانکرونه سوځېدلي دي.
په وروستۍ يوه مياشت کې وسله وال طالبان په کابل – مزارشريف لويه لاره کې کله ناکله د پلټنې د پوستو په جوړولو سره، پر مسافر وړونکو موټرو او تجارتي کاروانونو بريدونه کوي.
د پلخمري- ايبکو لويې لارې په تګلوري کې د چشمه شير سيمه له لسو کلونو راپدېخوا هر وخت د وسله والو طالبانو د شتون او فعاليت شاهده ده.
په وروستيو کلونو کې پوځيانو په چشمه شير سيمه کې په عملياتو لاس پورې کړى  دى، خو له لنډې مودې وروسته بيا وسله والو طالبانو پر سپرليو او تجارتي کاروانونو بريدونه کړي دي.
پاى \  ذ

Last modified on Wednesday, 16 September 2020 11:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.