31 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سمنګانوکې ارولګيدنې مالي تاوان راواړوه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)
-کابل / دوږي ٢٧مه / باختر: په سمنګانوکې د لرګي پلورلو په يو انګړ کې اور لګيدنې مالي تاوان واړاوه. د سمنګانو د پوليسو وياند منير رحيمي باختراژانس ته وويل چې دغه اورلګيدنه پرون ماښام د بر دره صوف په سړک کې د هټيوالو د بې احتياطي له امله رامنځته شوه چې په پايله کې د لرګي پلورلو اته دوکانونه په اور کې وسوځېدل او خاوندانوته يې څه دپاسه درې ميليونه افغانۍ تاوان واوښت. د يوبل خبرله مخې، يوه ډله وسله وال طالبان نن سهار د خرم سارباغ ولسوالۍ په مرکزکې د کوه زر کلي په امنيتي پوستې بريدوکړ چې په پايله کې د پوليسو دوه سرتيري ټپيان شول او د مرستندويو ځواکونوپه رارسېدلوسره طالبان وتښتېدل. ويل کېږي چې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي. ختم_ شکريه_اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.