27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کابل په هوايي ډګر کې د یو الحاقیې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل د وږي ۳۱ باختر د کابل په نړیوال هوايي ډګرکې د ښځینه پولیسو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي. د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې. د کابل په نړیوال هوايي ډګرکې د ښځینه پولیسو په کار کې د آسانتیاو د اغيزمنتوب په موخه نن په دغه هوايي ډګرکې د ودانۍ د جوړولوکارپیل شو. د کابل د نړیوال هوايي ډګرد رییس جنرال عبدالصبورد څرګندونې له مخې، دغه ودانۍ په راتکوونکې یوکال کې په دریو پوړونوکې د یوعشاریه دوه میلیونویورو په لګښت د المان په مالي مرسته جوړېږي. د دغې ودانۍ په جوړولوسره نه یواځې به د ښځینه پولیسو په کارکې آسانتیاوې برابرې شي بلکې د کابل د نړیوال هوايي ډګرد ښځینه پولیسواو د ولایتونو د هوايي ډګرنود ښځینه پولیسو لپاره د زده کړې د پروګرامونوزمینه برابرېږي . ختم ع

Last modified on Tuesday, 22 September 2020 04:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.