21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د قندهارد ژيړۍ ولسوالۍ اوسېدونکو برېښنا ته لاسرسى وموند

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې لومړۍ / باختر
د قندهار د ژيړي ولسوالۍ اوسېدونکو د لومړي ځل لپاره برېښنا ته لاسرسی وموند.
مسوولان وايي په ژيړي کې د برېښنا د دستګاه په غځولو او جوړولوسره د دغې ولسوالۍ څلور زره اوسېدونکو په لومړي ګام کې برېښنا ته لاسرسی وموند.
د ژېړي ولسوالۍ ځېنې اوسېدونکي تراوسه پورې د برېښنا له انرژۍ څخه د کوچنیوشبکواو له جنراتورونوڅخه استفاده کوله او یوشمېرنورې یې د برېښنا له انرژۍ څخه محرومه وه .
د برېښنا شرکت د مشورتي بورد رییس محب الرحمان مومند باخترآژانس ته وویل چې د برېښنا د دستګاه په جوړولوسره د ژېړي ولسوالۍ په ګوټ ګوټ کې د برېښنا پايې لېږدول شوې دي.
هغه وویل چې همدا اوس څه نا څه څلورزره کورنیوپه ژېړۍ ولسوالۍ کې برېښنا ته لاسرسى وموند .
په همدې حال په ژېړي کې لږو کورنيو تراوسه پورې له برېښنا څخه ګټه نه ده اخيستې
چې د مسوولانو د څرګندونوله مخې، په وروستی ګام کې برېښنا ته لاسرسی مومي .

د قندهار د والي مرستیال آغا لالی دستګیري د ژيړي ولسوالۍ د برېښنا د د ستګاه د پرانستلو په مراسمو کې وويل: د قند هار یوشمېرنورو اوسېدونکو چې تراوسه پورې د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي برېښنا ته به لاسرسي ومومي .
د ژېړي ولسوالۍ اوسېدونکو برېښنا ته له لاسرسي څخه خوشحاله دي او هغه یې د خپل د رفاه او پرمختک سبب بولي .
ختم ع
 

Last modified on Tuesday, 22 September 2020 08:50

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.