31 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې ورځ په بلخ کې ونمانځل شوه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې لومړى/ باختر
د بلخ مدني بنسټونو د سولې د نړيوالې ورځې په درناوي د ( بازگشت لبخندها) ترنامه لاندې غونډه په مزارشريف ښارکې جوړه کړه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال محمد يعقوب آزرده د خبر له مخې؛ په مزارشريف ښار کې  د "خط نو" د دفتر مسوول عبدالقادر مصباح وويل: د سولې کلمه د انسانانو له فکر او ژوند سره سمون لري، بايد د شخصي او ډله ييزو ګټو او د خلکو د غوښتنو په خاطر د تاوتريخوالي او جګړې فرهنګ ترويج نه کړو او له سولې څخه ونه تښتوو.
مصباح د جګړې او خبرو له اړوندو لورو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو غږ ته چې سوله ده؛ مثبت ځواب ورکړي.
د مدني بنسټونو په استازيتوب شکور نجفي زاده وويل: سوله يواځې د جګړې او وژلو پاى نه دى، روحي او فکري آرامۍ، متقابل درناوى او د خلکو د حقوقو رعايتول هم د سولې او امنيت يوه برخه ده چې له بده مرغه دغه شان روحيه د هېواد په اوسنۍ ټولنه کې لږ ليدل شوې ده.
ختم- ج -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.