21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په زابل کې سلګونو جريبه ځمکې ته اوبه برابرېږي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر
په زابل کې نن د سلګونو جريبه ځمکې لپاره د اوبو د برابرولو لپاره هڅې پيل شوې.
ټاکل شوې ده قلات ښار ته څېرمه د يو کانال په جوړېدو سره د دغو ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه برابرې شي.
دغه کانال د يو زرو سلو مترو په اوږدوالي جوړيږي.
د زابل د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې حکومت د دغه کانال د جوړولو لپاره دوه ميليونه افغانۍ لګوي.
هغه وويل چې د اوبو لګولو د دغه کانال په جوړېدو سره قلات ښار ته څېرمه د سلګونه جريبه ځمکې د اړتيا وړ اوبو برابرېږي.
د سيمې بزګران د دغه کانال پر جوړېدو خوشحاله دي او هغه د خپلې کرکيلې د ښه والي سبب بولي.
ختم- ج -اکرم

Last modified on Tuesday, 22 September 2020 11:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.