31 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د غوري سمنټو د فابريکې کارګران وستايل شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر
د بغلان د غوري د سمنټو فابريکې کارګران وستايل شول.
(غوري سمنټ د بغلان هويت) د هغه پروګرام عنوان و چې د دغه ولايت مشرتابه او يوشمېر مدني بنسټونو پرون د دغې ادارې کارکوونکي وستايل.
د دغه پروګرام يو تن جوړونکي نويد شکور زاده باختر آژانس ته وويل چې د دغه پروګرام د جوړولو موخه د غوري سمنټو فابريکې د کارګرانو ملاتړ او ستايل دي؛ ځکه هغوى په ډېرو سختو شرايطو او لږو حقوقو سره د فابريکي څرخ په حرکت راوستى دى او له همدې امله هغوى وستايل شول.
د غوري سمنټو د فابريکې رييس رياض الدين شريفي د سمنټو د ښه کيفيت د توليد خبر ورکړ او ويې ويل: په ٢٤ساعتو کې ٧٥ ټنه سمنت په دې فابريکه کې توليدېږي.
ده له کارګرانو سره ژمنه وکړه چې د فابريکې د هرې افغانۍ د عايد او مصروف په اړه دوى او خلکو ته حساب ورکوي.
هغه زياته کړه: په تېرو ٤ مياشتو کې څه د پاسه يو ميليونو ١٠٠ زره ټنه سمنټ توليد شوي دي او د هغه د پلور له پلوه  ٦٤ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه شوى دى.
هغه د ترقي بڼ، د بلوک جوړولو کارخانه او د کبانو د روزنې د فارمونو جوړول د دغې ادارې لاسته راوړنې وبللې او ويې ويل: په پام کې ده د دغو پروژو په پراختيا سربېره، د سمنټو درېيمه فابريکه هم د دې فابريکې د کارکوونکو په همکارۍ جوړه شي.
ويل وکېږي په اوس په درېيو شفتونو کې ٧٤٥ تنه په دې فابريکه کې کار کوي.
پاى \ ذ


 

Last modified on Tuesday, 22 September 2020 11:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.