27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل ښارکې دملي بس په موټرو کې برېښنايي تذکرې ويشل کېږي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل /دتلي ٢مه /باختر:
د ترانسپورت وزارت سرپرست اونوماند وزير قدرت الله ذکي نن داحصاييې دمرکزي ادارې له لوى رييس احمدجاويد رسولي سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د احصاييې د مرکزي ادارې لوى رييس احمد جاويد رسولي د برېښنايي تذکرو د ويشلو په مقصد د ملي بس د وسايطو د ګومارنې په اړه د ترانسپورت وزارت د همکارى غوښتنه وکړه چې له دې لارې د احصاييې د مرکزي ادارې ګرځنده ټيمونه  خلکو ته دکابل ښار په کچه  د برېښنايي تذکرو د ويشلو زمينه برابره کړي.
په همدې حال کې ذکي د برېښنايي تذکرو ويشل يو مهمه اړتيا او د حکومت له خوا يو ښه اقدام وباله  او د دغه ملي بهير له تطبيق سره يې  خپل ملاتړ اعلام کړ او اړوندو رييسانو ته يې لارښوونه وکړه چې د ملي بس  د اړتيا وړ وسايط د برېښنايي تذکرو د ويشلو په خاطر د احصاييې د مرکزي  ادارې د ګرحنده ټيمونو په همکارى موظف کړي.
ذکي وويل چې په مرکز او اړوندو رياستونوکې د دغه وزارت کارکوونکو ته  د برېښنايي تذکرو د ويشلو زمينه برابره کړي.
ختم_ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.