27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په مرکزي بغلان کې د سلګونو جريبه زراعتي ځمکې لپاره اوبه برابره شوه.

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل /دتلي ٢مه /باختر: دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د يو کانال او د يو استنادي ديوال د جوړولو کار بشپړ شو. دغه دوه ټولګتې پروژې د دوو ميليونو افغانيو په لګښت عملي شوي دي او نن پرانستل شوې. د بغلان د کليود بياجوړولو اوپرمختيا رييس محمد رسول عرفان د باختراژانس خبريال ته وويل چې د اوبو لګولو د ١٨٧مترو په اوږدوالي د يو کانال اود ٦٤متروپه اوږدوالي د يو استنادي ديوال دجوړولو کار دکليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت دساحوي سمون د پروګرام په چوکاټ کې د دوو ميليونو افغانيو په لګښت د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د سلام خيلو په کلي کې بشپړاوپرانستل شو. هغه زياته کړه د دغو پروژو په تطبيقولو سره د سلګونو جريبه زراعتي ځمکو او بڼونود اړتياوړ اوبه برابره شوه او د دغو پروژو له ښيګڼو څخه دسيمې ٢١٠٠ تنه اوسيدونکي برخمن شوي دي. عرفان د بې وزلى د کمښت او وزګارو کسانو ته دکاري فرصتونو په برابرولو کې د بنسټيزو پروژو رول ارزښتناک وباله. ختم_ج _اکرم

Last modified on Thursday, 24 September 2020 03:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.