22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

 په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

 جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررييس محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې له بې وزلۍ سره د مبارزې پر حل لارو خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازيګر  د ویډیو کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع ۷۵ یمې غونډې په څنډه کې د بې وزلۍ راکمولو او ابعادو، د بې وزلۍ څوبعدي شاخص ته په پام د هغې راکمولو په برخه کې د دولتونو او بین المللي بنسټونو د رهبرۍ پر رول خبرې وکړي.

په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د چیلي حکومت، اکسفورډ پوهنتون، د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې او پاکستان حکومت په نوښت جوړ شوی وو، بې وزلۍ سره د مبارزې په برخه کې د هیوادونو پر هڅو خبرې وشوې.

په پیل کې د چیلي جمهوررئیس بې وزلۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغه هیواد د حکومت د برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو خبرو کې وویل، بې وزلي د وروسته پاتې هیوادونو جدي ستونزه ده او د نړۍ نږدې یو میلیار نفوس د بې وزلۍ او تنګ لاسۍ سره مخ دي او دا د بشري حقونو یوه سرغړونه ده.

هغه په دې برخه کې د خپل هیواد برنامې تشریح کړې او وې ویل، د ملګرو ملتونو سازمان غړي هیوادونه باید له دغې پدیدې سره مبارزه وکړي.

وروسته جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې بې وزلۍ سره د مبارزې په ځانګړي ډول د کرونا ویروس خپرېدو پر مهال د افغانستان حکومت هڅې یادې وکړې وې ویل، د افغانستان دولت رهبري د کرونا ویروس خپرېدو په لومړي پړاو کې خپلې وړاندوینې لرلې او کرونا ویروس سره د مبارزې ستراتېژي یې په پنځو پړاونو کې عملي کړه.

جمهوررئیس زیاته کړه، کرونا د افغانستان او سیمې پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز او اقتصادي اسیب پذیرۍ لرلې.

د هیواد جمهورئیس څرګنده کړه، د کرونا ویروس پایلو موږ اړ کړو چې د ناوړه شرایطو وړاندوینه وکړو او له هغې سره د مبارې په خاطر عاجل اقدامات ترسره کړو.

جمهوررئیس غني وویل، زموږ اساسي موخه دا وه چې بې وزلو ته رسېدګي او له داخلي منابعو څخه سمه استفاده وکړو او له بېلابېلو ابعادو سره یې مبارزه وکړو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ ټینګار بې وزلو ته پر رسېدګۍ وو او خلکو ته د رسېدګۍ په خاطر مو د وچې ډوډۍ د وېش او ملي دسترخوان برنامې د مهمو برنامو په توګه عملي کړې.

جمهوررئیس غني وویل، د ملي دسترخوان برنامه ۴،۵ میلیون کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ده چې د افغانستان د نفوسو ۹۰ سلنه جوړوي او یوه دوامداره برنامه ده.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې بې وزلۍ سره د مبارزې په خاطر د هیوادونو تر منځ پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او وې ویل، موږ د کرونا ویروس منفي پایلو د کمولو په موخه د سیمې له هیوادونو سره کار کړی، ترڅو صادرات او واردات په عادي ډول دوام ومومي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.