20 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

لوى درستيز: د ملي دفاع وزارت د ملي اردو د شهيدانو دکورنيو ترڅنګ ولاړدى

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلي ٤مه /باختر :
د هېواد د هوايي ځواکونو د دوو پيلوټانومړي نن دځانګړوتشريفاتي مراسمو په ترڅ کې کورنيو ته يې وسپارل شوې.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي  چې د هېواد د هوايي ځواکونو د اتلو پيلوټانو شهيد جګړن بسم الله او شهيددويم بريدمن فيصل  مړي  چې پرون د يو جنګي هليکوپتر د راغورځيدو په پېښه کې شهيدان شول د  شهيد سردار محمدداود خان په روغتون کې د ځانګړومراسمو په ترڅ کې د هېواد د وسله والو ځواکونو د لوى درستيز  ستر جنرال محمد ياسين ضيا اود ملي دفاع وزارت او د ستر درستيز د جنرالانو اوافسرانوپه شتون کې د هغوى کورنيو ته وسپارل شوې.
دهېواد دوسله والو ځواکونو لوى درستيز دغه دوه شهيد پيلوټان اتلان وبلل او دهغوى  سرښندنې او اتلوالى وستايلې او ټينګار يې وکړ چې د ملي دفاع وزارت  د ملي اردو  د شهيدانود کورنيو ترڅنګ ولاړ دى  اود هغوى  ستونزې اوغوښتنې به  وڅيړي .
شهيد جګړن بسم الله اوشهيد دويم بريدمن فيصل په هېواد اوله هېواد څخه بهر مسلکي لوړې زده کړې کړې وې.
  ختم_ ج _اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.