21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین په ولسي جرګه کې د فراه او بادغیس ولایتونو د خلکو له استازو سره وکتل.

په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني او د بادغیس ولایت د خلکو استازي عبدالبصیر عثماني د نورو په استازیتوب د امنیت، د پوهنې د پراختیا، انکشافي پروژو او په بېلابېلو دولتي ادارو کې د دغو ولایتونو د کادرونو د استخدام په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه بیان او له جمهوریت څخه خپل قاطع ملاټر اعلان کړ.

وروسته د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د یادو ولایتونو او په مجموع کې په ټول هیواد کې د امنیت د تامین په خاطر د تدابیرو په اړه معلومات ورکړل او د ولس محوره امنیتي پلان د یادولو پر مهال یې وویل، د فراه او بادغیس ولایتونو د امنیتي ستونزو د حل په موخه امنیتي برنامې ترلاس لاندې دي.

جمهوررئیس غني د فراه او بادغیس ولایتونو د خلکو له استازو څخه چې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې بیان کړل مننه وکړه او د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته په اشاره یې د سولې په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس د یادو ولایتونو استازو ته وویل چې د خپلو کادرونو لیست ترتیب کړي او په اړه به یې لازم اقدامات وشي، خو د کادرونو په استخدام کې معیار یو مهم اصل دی.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، په لویدیځ زون کې د پانګونې او انکشاف برخو ته زیاته پاملرنه شوی او د ولایتونو د انکشاف او پراختیا په برخه کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو شمېرل کېږي.

د هیواد جمهوررئيس زیاته کړه، په ټول هیواد کې ۹۵ سلنه ښوونکي بایومتریک شوي او پوهنې ته له پاملرنې پرته د هیواد پرمختګ امکان نه لري.

جمهوررئیس، د هیواد لویدیځ زون ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا یادونه وکړه وې ویل، په دې برخه کې لازمه همغږي رامنځته شوې او پرمختګونه د لمس وړ دي. هغه په فراه او بادغیس ولایتونو کې د ښځو د فعال رول قدرداني وکړه وې ویل، ټاپي تر راتلونکي کال پورې هرات ولایت ته رسېږي.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، یو له عمده مواردو څخه کندهار ولایت ته له ترکمنستان څخه د برېښنا مزي لین لېږد وو چې ۱،۳ میلیار ډالر پانګونه پرې شوې ده.

د هیواد جمهوررئیس د ولسوالیو په امنیه قومندانیو کې نویو تغییراتو ته په اشارې وویل، د افغان ولس په ځانګړي ډول د هیواد د لېرې پرتو سیمو او ولایتونو د امنیت تامین ته پاملرنه، د افغانستان دولت له لومړیتوبونو څخه دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.