21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فيروزکوه- باميانوښارسړک ګټې اخستنې ته وسپارل شو

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلي ٦مه /باختر:
د فيروزکوه – پاميانو ښار عمومي سړک له جوړېدو وروسته ګتې اخستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک د ١١٤ کيلومترو په اوږدوالي له  غرونو او دښتو څخه تېرېږي او د غور او باميانو ولايتونه له يوبل اود افغانستان له حلقوي سړک سره نښلوي.
دغه سړک  ٧ متره سور لري  اوپه تګلوري کې يې  په لسګونو پلونه او پلګي  او ويالې  جوړې شوي دي.
د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې  د دغه سړک جوړېدل د حکومت له خوا د سلګونو ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
دغه سړک د غور ولايت د دولت يار ولسوالۍ د نوآباد له کلي څخه پيل شوى دى او د يکاولنګ ولسوالۍ دپيتاب زاري  تر ساحې پورې دوام لري.
د دغه سړک جوړېدل د دغو ولايتونو ترمنځ واټن په سلو کې اويا لږ کړى دى .
اقتصادي کارپوهان وايي  چې د دغه سړک جوړېدل دکرنې او پرمختيا اود غور او باميانو د خلکو د پرمختګ  سبب کېږي.
له بله پلوه د دغه سړک جوړېدل بازارونو ته د زراعتي محصولاتواو د ښار روغتونونو ته د ناروغانو لېږدول اسانه کړي دي .
  ختم _ ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.