29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په خاک جبار کې یو کاریز رغول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې ۸مه /باختر
په کابل کې د یو کاریز په بیا رغونې سره د بزګررانو په سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې خړوبېږي .
دغه کاریز په خاک جبار کې موقعیت لري او ټاکل شوې ده د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا  وزارت له بودجې څخه د یو ميلیونو افغانیو په لګښت ورغول شي .
په دغه پروژه کې د کاریز له اوبو څخه په استفادې سره ، یو کانال د  څه د پاسه دوه سوه پنځوسو مترو په اوږدوالي جوړېږي او هم د اوبو د ساتلو لپاره څاه ګانې  کیندل کېږي .
د کابل د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا ریاست مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د دغه کاریز په بیا رغولوسره ، په خاک جبار کې  د سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې اوبه تامینېږي .
په خاک جبار کې بزګران وایی د دغه کانال د بیا رغولو هرکلي کوي او دا کار یی د کرکیلې د سمون سبب وباله .پاى- سعیده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.