27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فراه د استيناف محکمې نوې رييس په کار پيل وکړ

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/دتلي ٨مه /باختر:
د فراه والي تاج محمد جاهد د دغه ولايت  د استيناف محکمې نوې رييس فضل الرحمن فضلي د دغې محکمې کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د ولايتي شورا د رييس اوغړو د امنيتي اوملکي  بنسټونو د مسوولينو، قومي مخورو، ښځواو ځوانانو په ګډون جوړه شوه د فراه والي وويل چې د ادارو د پياوړتيا او د کارپوهو کارکوونکو له تجربو څخه استفاده او ادلون بدلون يو اصل پېژندل کېږي.
د فراه والي د دغه ولايت د استيناف محکمې له نوې رييس څخه وغوښتل چې د قانون د واکمنۍ او د عدالت د تامينولو په لاره کې د قوانينوپربنسټ عمل وکړي.
د فراه د استيناف محکمې رييس  فضل الرحمان فضلي د فراه د سيمه ئيزې ادارې له ملاتړڅخه په قدردانى سره ژمنه وکړه چې دغه ستر مسووليت به  په بشپړ امانت دارى سره ترسره کړي او د عدالت په تامينولوکې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
  ختم _ج _اکرم

Last modified on Tuesday, 29 September 2020 16:16

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.