27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سمنګانو کې د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل شو

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۹ مه / باختر
په سمنګانو کې پر ٤ زره ۳۳۰ بې وزلو کورنیو د ۴۰۷ ټنه خوراکي توکو د وېش بهیر نن پیل شو.
د سمنګانو والي محمد داوود کلکاني باختر آژانس ته وویل چې دغه کورنۍ د کرونا ویروس د خپرېدو له امله زیانمې شوې دي او په هرې کورنۍ دوه بورۍ اوړه او یوه اندازه بسکوېت د دغه ولايت په کوز دره صوف او حضرت سلطان ولسوالیو کې وېشل کېږي.
خبرځای زیاته کړه چې دغه خوراکي توکي د نړۍ د خوړو سازمان د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ته ورکړي دي.
کلکاني د دغو توکو د وېش په مراسمو کې د نړۍ د خوړو له سازمان او نورو مرستندویو بنسټونو څخه چې له خلکو سره مرسته کړې ده؛ مننه وکړه او ويې ویل چې کروناويروس له منځه نه دی تللی او د دغې ناروغۍ د خپرېدو د دویمې څپې احتمال شته او له هغوی څخه وغوښتل چې په خپلو سیموکې له راټولېدو څخه ډډه وکړي او ماسک وکاروي.
ختم/ع


 

Last modified on Thursday, 01 October 2020 04:06

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.