30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړ کې د دوو پرمختیایي پروژو کار پیل شو

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۹ مه / باختر
په کونړ کې د دوو پرمختیایي پروژو کار نن پیل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو  دوو پروژو کار د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د ساحوي پروګرامونو د سمون دفتر د کونړ په دره پیچ ولسوالۍ کې د ٢٧ ميلیونو افغانیو په لګښت پیل کړ.
په دغو پروژو کې ١٩٤ متره ساتنيز دېوال، د اوبولګولو ٤٠ متره بند او ٥٠ متره کانکرېټي کانال شامل دي.
د دغو پروژو په تطبیق سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د سېلاو له خطره به وساتل شي او د سیمې څه ناڅه درې زره اوسېدونکو به ترې ګټه واخلي.
پاى/سعیده

 

Last modified on Thursday, 01 October 2020 04:06

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.