23 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل باختر د کب  دريمه :

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود په رسمي بلنه دغه  هېواد ته سفر کړی و، تیره ورځ یې له نوموړي سره په ځانګړي لیدنه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې او پرمختګونه کړي دي.
دملي امنيت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ
په دې ځانګړي لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې، ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه، چې سوله هدف ته د رسیدو لپاره مهمه ده او ټولې غاړې باید ترې ملاتړ وکړي. له ترهګرۍ سره مشترکه مبارزه د لیدنې بله مهم موضوع وه، د سعودي عربستان ولیعهد وویل، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره همکاریو ته چمتوالی لري، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو او هغو تروریستانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، چې د سولې او مذاکراتو پر ضد اقدامات کوي او نه غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
په دې دوه اړخیزو بحثونو کې له افغانستان څخه د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف د ملاتړ پر څرنګوالی هم خبرې وشوې، ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر وویل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او بنسټ پالنې د له منځه وړلو لپاره افغان دولت خپل تعهد پر ځای کړی.
ده زیاته کړه، چې په دې مبارزه کې له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو نړیوال پوځي ائتلاف ملاتړ او دریدل اهمیت لري. ولیعهد محمد بن سلمان د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف له هر اړخیزو همکاریو څخه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.
د اجنډا له مخې په دې ناستې کې پر دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو هم خبرې وشوې، سعودي عربستان له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو له پراختیا څخه خبر ورکړ.
همدارنګه په سعودي عربستان کې د میشتو افغان کارګرو او سوداګرو له پاره د کاري فرصتونو او اسانتیاو پر برابرولو هم د پام وړ پرمختګونه وشول، د سعودي عربستان مشرتابه ژمنه وکړه، چې هېواد به یې افغان کارګرو او سودا ګرو ته کاري فرصتونه او اسانتیاوې پراخه کړي.
ختم- عطاالله
 

کابل باختر د کب  دريمه :
په غزني ولايت کې ديوې نښتې له امله دسيمه ئيزو پوليسو اووه تنه ماموران شهيدان شول .
دغه جګړه چې تيره شپه ونښته پنځه تنه وسله وال يرغلګر ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
  جګړه په ده يک ولسوالۍ کې يوې غونډۍ ته څيرمه دسيمه ئيزو پوليسو په يوې پوستې  دطالبانو له بريد وروسته ونښته.
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اووه تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان شول .
ده دغه راز په دغه جګړه کې دپنځو تنو يرغلګرو دوژل کيدواو ددوو تنو نورو ټپي کيدل تاييد کړ .   ختم_عطاالله

-کابل باختر د کب  دريمه :
دهېواد په يوشمير  ولايتونوکې پرون دامنيتي ځواکونو په  ګډو پوځي عملياتو کې  ٤٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او  ٣٢ تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل دغه عمليات دخلکو دسراو مال او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه  دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې ترسره شول .
دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو  دغه عمليات دتوپچي اوهوايي  قوتونو په ملاتړدننګرهار ، لغمان ، خوست ، غزني ، روزګان ، فراه ، هرات ، فارياب ، تخار ، نيمروز او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شوي و .  ختم_عطاالله_ اکرم

کابل باختر د کب  دريمه :
د۲۰۳تندرقول اردوجزوتامونودغزنی ولایت داندړو ولسوالۍ دنانی پوستی په سیمه کې دوسله والو مخالفینوسره دنښتی پرمهال دوه تنه وسله وال مخالفین وژلې اویوتن بل ټپى کړی دی.
دیادونی وړده چې دتندرقول اردومنسوبینودغزنی ولایت دقره باغ ولسوالۍ دابوقلعه په سیمه کې دعملیاتوپه ترڅ کې دمخالفینویومیل داشکه هم له منځه وړی ده.
همدارازامنیتي ځواکونودخوست ولایت دعلیشیرو ولسوالۍ دغنجلی په سیمه کې یوتن ماین ښخوونکی وژلې،یوعراده موټرسایکل اویو ماین دامنیتي ځواکونولاسته ورغلی دى.
ددی ترڅنګ دتندرقول اردودڅلورمی پلی لوأ پرسونل دلوګرولایت دمحمدآغی ولسوالۍ دمغل کلی په سیمه کې دګزمی پرمهال یومشکوک له دوو  کلاشنکوفونو او شارژورونو سره نیولی دی.
ملي اردو  د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
ختم- عطاالله

-کابل باختر د کب  دريمه :
په هرات ولايت کې  دتاپي پروژې دپرانستلو په مراسمو دوسله والو طالبانو دبريد طرحه ناکامه شوه .
  درېو تنو يرغلګرو  چې غوښتل يې  دغه بريد ترسره کړي  دهرات ښار په شمال کې  د کوماندو دځواکونو له خوا  ووژل شول .
  دکوماندو دځواکونو ويانداحمدجاويدسليم باختراژانس ته وويل  چې دکوماندو ځواکونو درې تنه يرغلګر  چې په هرات ښار کې دتاپي پروژې دپرانستلو په مراسمو يې  دبريد نيت درلود ښار ته دننوتو مخکې ووژل .
  درارسيدلو خبرونوله مخې دغه يرغلګر په دوو موټرسايکلونو سپاره و ، او په سپکو وسلو او بمونو سمبال و او غوښتل يې  ځانونه  ښار ته او دتاپي پروژې  دپرانستلو د مراسمو سيمې ته  ورسوي خوبريالي نه شول او دکوماندو دځواکونو  په ډزو کې ووژل شول .
په هرات کې دتاپي پروژې  دپرانستلو مراسم دافغانستان  ، هند ، پاکستان ،  او دترکمنستان دهېوادونو  د  لوړ رتبه مقاماتو په ګډون  سبا  پرځاى کيږي .
ديادونې وړ ده چې پرون لس تنه وسله وال طالبان چې په هرات کې دتاپي پروژې دپرانستلو په مراسمو  بريد ته ګومارل شوي و  خپلې وسلې  پرځمکه کيښودې او دسولې له بهير سره يوځاى شول .

-کابل باختر د کب  دريمه :
دسالنګ لويه لاره  دواورې  دوروستيو اورښتونو سره سره  دترافيکو پرمخ پرانستې ده .
  دغه لويه لاره  چې پايتخت اويوشمير نور ولايتونه  دشمال او شمال لويديځ له نهو ولايتونوسره  نښلوي په هېواد کې له ګڼه ګوڼې  ډکه لاره شميرل کيږي .
  دسالنګونو  دساتنې او څارنې رييس  جنرال رجب  باختراژانس ته وويل  چې مسافر وړونکي او بار وړونکي  موترونه  کولاى شي  دايمني ټکو او احتياط له په پام کې نيولو سره په دغه لاره تګ راتګ وکړي .
درارسيدلو خبرونوله مخې اوس  په سالنګونو کې  اسمان وريځ دى .
جنرال رجب وايي چې دده کارکوونکي  دسالنګونو په لويه لاره کې  دترافيکي بهير دعادي کولو په خاطر له واټ څخه  دواورې او کنگل لرې کولو ته  دوام ورکوي .

-کابل باختر د کب  دريمه :
شپږ تنه په کاپيسا ولايت کې  په ډار اچوونکو ډلو کې  دغړيتوب په تور ونيول شول .
  دغه کسان  نن  دکاپيسا ولايت  له نو اباد ساحې څخه دعملياتوپه بهير کې ونيول شول .
  دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په دغو عملياتو کې يو ډار اچوونکى وژل شوى دى  اوشپږ تنه نوردطالبانودډلې په ګډون  په ډار اچوونکو ډلو کې  دغړيتوب په تور نيول شوي دي .
  ويل کيږي  چې پوځيان  په دغو عملياتو کې  د ډار اچوونکو  يوشمير وسلې هم ترلاسه کړې دي .
  ديوبل خبرله مخې ،  شپږ تنه ډار اچوونکي دکونړ او لغمان په ولايتونوکې  له پوځيانو سره  په جګړو کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو  تيره شپه او نن سهار  کله چې  په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت و بريدونه وشول .

کابل باختر د کب  دريمه :
په داسې حال کې چې په لغمان ولايت کې  د ډار اچونې پرخلاف  پوځي عمليات دوام لري  پوځي مقامات  په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسردزيان داړولو خبره کوي .
  دوى  وايي  چې پوځيان دغه راز  په لسګونه کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي دي .
  دغه عمليات  له درې ورځو راپديخوا  دالينګار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پيل شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو  يوه قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په دغو عملياتو کې  وسله والو طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى .
  ده وويل پوځيان دغه راز بريالي شوي دي  چې دالينګار ولسوالۍ په  کليدي سيمو کې  څو کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي .
ويل کيږي  دغه پوځي عمليات به  په  الينګار ولسوالۍ کې دامنيت تر ټينګښت پورې دوام وکړي .

-کابل باختر د کب  دريمه :
په فراه ولايت کې دوسله والو طالبانوپه مرکزونو  د کوماندو ځواکونو په بريد کې  اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .او په لسګونه تنه نور يې ټپيان شول .
  په دغو وسله والو طالبانو دتيرو ٢٤ ساعتو په بهير کې  د بالابلوک په ولسوالۍ کې  بريد وشو .  چيرته چې په دې وروستيو وختو کې د ډار اچوونکو  د پراخ شتون  او فعاليتونو  ډګر دى .
  دکوماندو د ځواکونو وياندجاويد سليم باختراژانس ته وويل  چې دکوماندو ځواکونو په دغو بريدونوکې اوولس تنه ډاراچوونکي ووژل شول او په لسګونه تنه نور يې ټپيان شول .
  ده وويل پوځيانو ددغو عملياتوپه بهير کې  څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي دي او دوسله والو طالبانو څو مهم مرکزونه يې له وسلو او مهماتو سره دړې وړې  کړې دي .
  داپه داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستيو وختو کې دفراه ولايت په ځينو سيمو  او په تيره بيا د بالابلوک په ولسوالۍ کې خپل فعاليتونه او شتون  زيات کړى دى .
  په همدې حال کې دهېواد په  لويديځ کې پوځي مقامات وايي  چې د  نويو ځواکونو او په تيره بيا دکوماندو ځواکونو په رارسيدو او دګډو عملياتو په ترسره کولو سره  اوس  طالبان  له دغوسيمو څخه تښتيدلي دي .
دوى وايي چې په فراه ولايت کې  دوسله والو طالبانو په مرکزونواوددغې ډلې د ځپلو لپاره خپلو بريدونو ته دوام ورکوي .

کابل باختر د کب  دريمه :
درې تنه په لوګر ولايت کې  ديوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شول .
په دې پيښه کې چې نن سهار په محمد اغې ولسوالۍ کې رامنځته شوه درې تنه نور ټپيان شول .
پيښه  ديوکوچني مسافر وړونکي موټر دچپه کيدو له امله رامنځته شوه .
دلوګر ولايت  يوه امنيتي خبرځاى  رسنيو ته ويلي دي چې په دې پيښه کې درې تنه  ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
  ده  دموترچلوونکى د بې احتياطي ددغې پيښې اصلي عامل بللى دى .

Page 1 of 6117