19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په ننګرهارکې خپل بيرغ لاندې بم ښخ کړى و

کابل /دوږي ٢٩مه /باختر: وسله والو طالبانو په ننګرهار کې...

په ننګرهار کې په يوجومات کې د طالبانوناکامه بم اېښودنه

کابل /دوږي ٢٩مه /باختر: په ننګرهار کې په لمونځ کوونکو د...

په هېوادکې يوتن دکرونا له امله مړشو

کابل /دوږي ٢٩مه /باختر: دعامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 

کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

 دهيواد دځينو جوماتونو او تکيه خانو امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه  په خطبو کې يوځل بيا ځانمرګي بريدونه داسلام دمبين دين له پلوه حرام وبلل .

 دوى وويل ، ځانمرګي بريدونه دښځو او ماشومانو په ګډون دخلکو دوژنې سبب کيږي او هغه کسان چې داسلام دمبين دين په پټه په دغه شان اسلامي ضد عملونو لاس پورې کوي دتل لپاره به ددوزخ په اور کې ستي شي .

  دهيواد له مرکز او ولايتونو  څخه دباختراژانس خبريالانو خبرراکړ چې په دغو خطبوکې دپنجشنبې دورځې  ځانمرګي بريد چې دکابل ښار دشاه شهيد په ساحه کې وشو غير اسلامي او غير انساني عمل وبلل شول اوپه عاملينو يې لعنت وويل شو اوڅرګنده  شوه چې په دې بريد کې زموږ يو زيات شمير هيوادوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و ، شهيدان او ټپيان شول .

 دغه راز په دغو خطبو کې دښځو دحقوقو په رعايتولو باندې ټينګاروشو او وويل شول چې داسلام مبين دين ښځو ته ځانګړي مقام ورکړى دى او بايد زموږ دديني لارښوونو په پام کې نيولو سره دښځې درناوي وشي او دهرراز عملونومخه ونيول شي چې دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي سبب کيږي .

 په خطبو کې  دجګړو دوام دهيواد دلازياتې ويجاړتيا سبب وبلل شو او هغو کسانو ته چې دهيواد دنظام پرخلاف په وسله وال مخالفت  کې دي بلنه ورکړ شوه چې له جګړې څخه لاس واخلي او سولې ته مخه وکړي چې دهيواد دابادي او دخلکو دسوکالۍ لپاره زمينه برابره شي  او زموږ  خلک په ټولو برخوکې په ځان ډډه ولګوي .

 دغه راز دخلکو په تيره بيا له ځوانانوڅخه وغوښتل شول چې خپل زيات وخت دکتاب دمطالعه کولو، داسلام دمبين دين په باب دخپلې  پوهې دکچې دلوړولواودنورو معلوماتي موضوعاتوپه باب تير کړي او هم په هيواد کې دمطالعې دفرهنګ په پياوړتيا لاس پورې کړي . 

 

کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

 ديونسکو دسازمان لويه مديره ميرمن ايرينا بکووا اوملګري هيئت يې نن کابل ته راورسيده .

 دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  افغانستان ددغه هيئت دسفر هدف دپوهنې وزارت د ښوونيز اوروزنيز نظام دڅرنګوالي ، لرغونو ساحو او دباميانو ولايت دپوهنې دچارو کتنه ده .

 ديونسکو دسازمان لويه مديره اوملګري هيئت يې په افغانستان کې داستوګنې په بهير کې دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي ، داطلاعاتو او فرهنګ له وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين ، دپوهنې له وزير فاروق وردګ ، دبهرنيوچارو وزارت له ځينو مقاماتو او دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي سره هم ګوري .

دکابل په نړيوال هوايي ډګرکې دغه هيئت ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدف خليلي او دپوهنې وزارت معين محمد اصف ننګ هرکلۍ وويل. . 

 

کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

 دغزني ولايت په مربوطاتو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پوهنې رياست دکيندنو دکار په نتيجه کې لس تاريخي اثار ترلاسه شوي دي .

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغون پوهنې رييس عبدالقدير تيموري نن دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه اثار دغزني ولايت ددريم مسعوداوبهرام شاه دڅلي په شاوخوا ساحو کې ددغه رياست دلرغونپوهانو دکيندنوپه نتيجه کې ترلاسه شوي دي .

 ده زياته کړه چې په دغو اثارو کې داسلامي دورې د ښکلي کړى شويوخښتو ډبرين لوخې او دحکاکي شويوليکنواو تزئيناتولرونکو مرمرينې ډبرې شاملې دي او تر څنګ يې داسلامي دورې يو شمير ودانۍ چې په نهمې او لسمې پيړۍ پورې اړه لري هم په دې ساحه کې ترلاسه شوي دي .

 ده زياته کړه چې ترلاسه شوي منقول اثار د ساتنې په مقصد دغزني ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شول او په دې ساحه کې دکيندنو کار چې دروان کال  دوري په مياشت کې پيل شوى دى  دغبرګولي دمياشتې ترپاى پورې دوام کوي .

 تيموري په دې ترڅ کې چې په غزني ولايت کې دکيندنو دکار په خاطر دلرغون پوهنې رياست دزياتو هلوځلوډاډ ورکړ ددغه ولايت له والي او له نورو مسوولينو څخه يې وغوښتل چې په دغه ولايت کې دکيندنو د کار په خاطر دلازمو اسانتياو په برابرولو کې دلرغون پوهنې رياست له لرغون پوهانو سره زياته همکاري وکړي . 

 

کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

 دبغلان ولايت دمرکز پلخمري ښار په مربوطاتو کې په سلګونو کورنيو دلومړي ځل لپاره دڅښاک په روغتيايي اوبو برلاسي ترلاسه کړ .

 دغو کورنيو تراوسه پورې دلري واټنونو په وهلو سره دڅښاک لپاره دسيند له اوبو څخه استفاده کوله .

 داوبو رسولو ديوې دستګاه په فعاليت سره دغو کورنيو روغتيايي اوبه ترلاسه کړي .

 دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس عبدالرب حکيمي باختراژانس ته وويل چې ددغې دستګاه په جوړولوکې شپږ مليونه افغانۍ لګيدلي دي .

داوبو رسولو ددغې دستګاه په فعاليت سره په پلخمري ښار پورې اړوند دخنجر اباد په سيمه کې اووه سوه کورنيو دڅښاک په روغتيايي اوبو برلاسي  پيداکړ .

 ددغې دستګاه نلونه تراوو کيلومتري واټن پورې دخلکو کورونواو کوڅو ته غځول شوي دي .

 دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس وايي چې داوبو رسولو دغه دستګاه ديو سلو پنځوس متره مکعب اوبو دتوليد او ساتنې ظرفيت لري .

 دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت معين عتيق الله خواصي ددغې دستګاه دفعالولو په مراسمو کې وويل چې دڅښاک په روغتيايي اوبو دخلکو برلاسي يوه ستره اړتيا ده .

 دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت معين وايي چې په ډير لنډ وخت کې په پلخمري کې دڅښاک دروغتيايي اوبوددريو نورو دستګاو دجوړولو کار بشپړيږي . . ويل کيږي چې ددغو دستګاو په فعاليت سره نږدې دوه زره کورنۍ دلومړي ځل لپاره دڅښاک په روغتيايي اوبو برلاسۍ پيداکوي .

 

کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

 دباتور خصوصي تلويزيون په جوزجان ولايت کې په خپرونو پيل وکړ .

 باتور له ائينې وروسته په جوزجان کې دويم خصوصي تلويزيون دى .

 دغه تلويزيون په څليرويشت ساعته ډول په ازبکي ژبه خبرې ، سياسي ، ټولنيز ، تفريحي ، تعليمي او علمي پروګرامونه خپروي .

 ددغه تلويزيون مسوول باتور دوستم باختراژانس ته وويل  چې په اوس وخت کې ددغه تلويزيون دخپرونو ساحه دجوزجان ولايت اړوندې سيمې او ځينې ګاونډي ولايتونه دي .

 خو په نږدې  راتلونکي کې به دفعاليت ساحه يې د قوي انتنونو او دستلايت ددستګاه له لارې په ټول افغانستان او نړۍ کې پراختيا ومومي .

 داطﻻعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين مصدق خليلي ددغه تلويزيون دپرانستلو په مراسمو کې په افغانستان کې درسنيو زياتوالي دفرهنګي فعاليتونو په ښه والي او ددموکراسي او پراخ بنسټه کيدو کې ارزښتناک وباله .

 خليلي په افغانستان کې درسنيو زياتوالي ته په اشارې سره وويل چې دغو رسنيو تر زياتې اندازې پورې دخبر رسولو او دعامه ذهنونو دروښانولو په کار کې خپل رسالت اداکړى دى .

 په همدې حال کې دباتور تلويزيون مسوول وايي دغه رسنۍ به هلې ځلې وکړي چې دخبر رسولو ، دخلکو دستونزو اومشکلاتو دمنعکس کولواو دترقي او يو والي په لور دخلکو دسمون په لاره کې کار وکړي .

 دترلاسه شويو شميرنو له مخې همدا اوس دافغانستان په ګوټ ګوټ کې څه دپاسه سل خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي . 

 

کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

 دملي دفاع وزارت لوى درستيز دافغانستان په لويديځ کې  دغور ولايت ته سفر وکړ .

 داردو ددغه جګپوړي مقام دسفر هدف دسيمې دامنيتي او دفاعي حالت او داردو دواحدونو دوړتيا څيړنه بلل شوې ده .

 ستر جنرال شيرمحمد کريمي دغور ولايت ته دسفر په بهير کې سيمه ئيزو مقاماتو ته وويل چې دافغانستان دولت د بهرنيو ځواکونوله وتلو وروسته دهيواد دامنيتي مسووليتونودمنلولپاره دافغان پوځيانو دچمتو کولو لپاره پروګرام ترلاس لاندې لري .

 دپوځيانو دکميت زياتوالي او په پرمختللو جنګي وسايلو دهغوى سمبالول او روزنه ددغه پروګرام اساسي رکنونه  بلل شوي دي .

 دچغچران له ښار څخه دباختراژانس خبريال قربان حکمت خبر راکړ چې دغور دوالي سيد انور رحمتي په ګډون سيمه ئيزو مقاماتو دملي دفاع وزارت له لوى درستيز څخه دامنيت دتامينولو او دامنيتي ګواښونو پرخلاف دمبارزې لپاره دزياتو پوځي ټولګيو دځاى پرځاى کولو غوښتنه وکړه .

 دغور والي له افغانستان څخه دناټو دپوځيانو دوتلو په درشل کې دهيواد له جګپوړو پوځي مقاماتو څخه وغوښتل چې له امنيتي او دفاعي پلوه په ځان د ډډې لګولو لپاره دافغان سرتيرو دشمير زياتوالي او دهغو روزنې او سمبالولو ته زياته پاملرنه وکړي .

 په همدې حال کې دملي دفاع وزارت لوى درستيز ستر جنرال شير محمد کريمي دغور ولايت له سيمه ئيزومقاماتوسره ژمنه وکړه چې په ډير لنډ وخت کې به داردو دسرتيرو  يوبل ټولګۍ په دغه ولايت کې  دامنيت دتامينولو او دتروريزم پرخلاف  دمبارزې لپاره واستول شي .

 دغور ولايت سيمه ئيزو مقاماتو او دملي دفاع وزارت لوى درستيز د وسله والو طالبانو د ډلې او دنورو تروريستي ډلو تر څنګ په دغه ولايت کې دغير مسوولو وسله والو ډلو شتون او فعاليت دبد امنۍ اصلي عامل وباله او ويې ويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به په غور کې ددغو ډلو دځالو ددړې وړې  کولو او ددغو ډلو دځپلو لپاره دعقاب په نامه پراخ پوځي عمليات پيل شي

دغه عمليات به دملي اردو او دملي پوليسو او دملي امنيت دسلګونو تنو پوځيانو په ګډون په نږدې راتلونکي کې دغور ولايت په نا امنو سيمو کې ترسره شي .

 په همدې حال کې دغور ولايت قومي مشران د پراخو پوځي عملياتو ترسره کول دورانکارو ډلو له شتون څخه ددغه ولايت دپاکولو او خلکو ته دخوندي فضا دبرابرولو لپاره يواځنۍ لاره بولي او وايي چې ددغو عملياتو دتطبيق لپاره به له خپلو ځواکونوسره همکاري وکړي . 

 

-کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :

 ناټو تاييد کړه چې په کابل کې په پروني ځانمرګي بريد کې دوه تنه سرتيري او څلور تنه نظامي قراردادي کارکوونکي يې وژل شوي دي .

 په دې بريد کې چې پرون سهار دکابل ښار دشاه شهيد په سيمه کې وشو پنځلس تنه ووژل شول او څه ناڅه دري څلويښت تنه نور ټپيان شول .

ددغې پيښې زياتره قربانيان او ټپيان دماشومانو او ښځو په ګډون ملکي وګړي دي .

 ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره تاييد کړه چې ددغې پيښې په قربانيانيو کې ددغه سازمان دوه تنه سرتيري او څلور تنه بهرني قرارداديان  هم  شامل دي .

 په دې خبر پاڼه کې په افغانستان کې دناټو دلوى قوماندان جنرال جوزف دانفورد له خولې ويل شوي دي چې ددغې پيښې په قربانيانو کې بې ګناه افغان ښځې او ماشومان هم شامل دي .

 په کابل کې دپروني ځانمرګي بريد مسووليت دګلبدين حکمتيار  په مشرۍ اسلامي ګوندپه غاړه واخيست .

 له دغې پيښې وروسته چې زيات شمير ملکي وګړي پکې قرباني شول.

 جمهور رييس کرزي ددغې پيښې  عاملين وغندل .

  بسم الله الرحمن الرحيم

 ګرانو هيوادوالو ، خويندو او ورونو !

 اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته .

 په وروستيو دوه دريو کلونوکې زموږ په ګران هيوادکې دثور دمياشتې وروستۍ اوونۍ دکتاب او کتاب لوستلو داوونۍ په توګه نمانځل کيږي اوموږ همدا اوس  دهمدې اوونۍ په بهر کې يو .

 ګرانو هيوادوالو !

 له شک پرته دبشري تمدن اساس او بنسټ اودعلومو او فنونو په ټولو برخو کې پرمختګ په کتاب اومطالعه کې نغښتى دى .

 په ورځني ژوندانه کې دلازمو عادي معلوماتو له  ترلاسه کولو څخه نيولې تر ډيرو مهمو علمي ، مسلکي او فني مسئلو کې تر پوهې پورې ټول او ټول دکتاب ،ورځپاڼې ، مجلې او د ډول ډول مطبوعاتو دمطالعې  او لوستلو له لارې امکان لري .

 ګرانو ورنو !

 په نننۍ نړۍ کې هغه کسان چې دليک لوست  له نعمت څخه مستفد دي دزمانې له غوښتنې سره سم دخپل ژوندانه دچارو دپرمخ بيولولپاره مطالعې او لوستلو ته اړتيا لري او هغه کسان چې دنننيو علومو او فنونو په زده کړې بوخت دي . په تيره بيا هغو ځوانانو او تنکيوځوانانو لپاره چې په تعليم او تحصيل بوخت دي دکتاب او دمعلوماتي موادو مطالعه ددوى دپوهې دکچې  دلوړولو بنسټ بلل کيږي په تيره بيا ددوى دفکري او علمي پوهې دکچې د لوړولو بنسټ .

 ګرانوخويندو او ورونو !

 دمطالعې مينه اودکتاب ، مجلې او ورځپاڼي له لوستلو سره علاقمندي بايد په خپلو بچيانوکې دماشومتوب له دوران څخه ترويج کړو .

 لله الحمد په دې وروستيو وختو کې زموږ په هيواد کې د علمي اوفرهنګي اثارو دچاپولو په پراختيا سره دماشومانو لپاره هم په خپله زموږ په ژبو ذوقي کتابونه او تصويرلرونکي حکايتونه چاپ شوي دي ، دفرهنګ دپياوړتيا مرکزونه اوخپرونکي دماشومانو دکتابونو په چاپولو لاس پورې کوي .

 موږ هريو بايد خپل ماشومان دښوونځي په کتابونو سربيره اضافي مطالعې ته هم وهڅوچې ددوى دلوستلو اومطالعې روحيه زياته پياوړي شي په دې ترتيب دماشومتوب  له دورې څخه له مطالعې  او لوستلو سره مينه پيداکړي .

 ګرانو هيوادوالو !

 دشکر ځاى دى چې دتيرو کلونو په پرتله زموږ دهغو هيوادوالو ورونواوخويندو په شمير کې چې ليک لوست کولاي شي ديادونې وړ زياتوالي څرګند شوى دى .خو سره له دې هم دهغو هيوادوالو شمير چې په ليک لوست نه پوهيږي هم کم نه دى  بلکې له بده مرغه زيات دي .

 زه دهغې کورنۍ له باسوادو کسانو څخه هيله لرم چې د خپلې کورنۍ نورو غړو ته که چيرې دزده کړې لپاره زمينه ورته برابره نه ده په تيره بيا دهرې کورنۍ ماشومانو اوتنکيو ځوانانو ته ليک لوست زده کړي چې هغوى ليک لوست زده کړي چې وکولاي شي دخپل ژوندانه ورځنۍ  ستونزې په خپله  حل کړي .

 داطﻻعاتواو فرهنګ وزارت ، فرهنګي مرکزونه او دګران هيواد خپرونکي ملي مکلفيت لري چې زموږ دخلکو په تيره بيا دهيواد دماشومانو او تنکيو ځوانانو  دمعلوماتي او فرهنګي کچې دلوړولو په مقصد معلوماتي کتابونه  اواثار چاپ  کړي . چې زموږ دخلکو علمي ، فرهنګي اومعلوماتي کچه دهرې ورځې په تيريدو سره لاپسې لوړه شي  او دکتاب دوستي او کتاب لوستلو فرهنګ لازيات سمون ومومي. انشا الله . تر راتلونکو  خبرو پورې خداى پامان ښاد او اباد واوسي په تيره بيا  دهيوادګرانو ځوانانو او ماشومانو کتاب لوستل اومطالعه مه هيروي بلکې زياته کړي .  کم وخت دتلويزيون ننداره وکړي او خپل زيات وخت  دکتاب ، مجلې او ورځپاڼې او دنورو ګټورو مطالبو مطالعې  ته وقف کړئ .

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 دهغو پنځو تنو قضايي علني محاکمه چې دوژنې  تور پرې لګول شوى دى نن په بغلان ولايت کې ترسره شوه .

 دبغلان ولايت داستيناف محکمې دجزا دديوان رييس قضاوتمند محمد ظاهر عثماني  باختراژانس ته وويل، داستيناف  محکمې په علني غونډه کې موظف قضايي هيئت  چې يو تن په وژنې تورن دى په شل کاله بند او درې تنه همکاران يې هر يو په شپاړس  کاله بند اوپنځم سړى په څلور کاله تنفيذي بند محکوم کړل

  يوه اړونده خبرځاى وويل، دمحکمې  حکم وروستۍ نه دى او دتورنو کسانو دمرافعه غوښتنې حق محفوظ   دى .

Sunday, 07 April 2013 15:17

ښايي سبا اورښت پيل شي .

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 ښايي سبا په کابل اودهيواد په زياترو ولايتونوکې اورښت پيل شي .

 باختراژانس دهوا پوهنې دانترنتي دستګاه له خولې خبر راکړ چې ښايي سبا په کابل او دهيواد په زياترو ولايتونوکې اورښت پيل شي اودچهارشنبې تر ورځې پورې به په وقفوي ډول دوام ومومي .

 زياتره کروندګر اوبزګران  دورى په مياشتې کې پرله پسې اورښتونه کرکيلي ته ګټور بولي اوطرحه کوي چې په ژمې کې دواورې اورښت او دورى او ثور په مياشتو کې دباران اورښت په هيواد کې دکرکيلي دودې لپاره ډير ګتور دى .

 له بلې خوا دچارو کارپوهان دغه اورښتونه دځمکې پرمخ او تر ځمکې لاندې داوبو دزيرمو دپياوړتيا په لاره کې ډير ګتور بولي .

 په ژمي کې دواورې اوپه پسرلي کې دباران اورښت دهيواد خلکو ته دغلو دانودزياتوالي  زيرۍ ورکوي .