29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ديوې خصوصي کمپنۍ ددوو کارکوونکو مړي نن په لوګر ولايت کې ترلاسه شول.

ويل کيږي دغه دوه تنه دوه ورځې مخکې دطالبانو له خوا وژل شوي دي

دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته دبره کې برک د ولسوال محمد امين رحيم دڅرګند ونو له مخې دغه دوه تنه دپکتيا ولايت اصلي اوسيدونکي دي او له دوو کلو نو را په ديخوا د ميدان وردګو او لوګر په ولايتو نو کې دسړک جوړولو په يوې خصوصي کمپنۍ کې د نده ترسره کوله چې دوه ورځې مخکې دطالبانو له خوا په دغې ولسوالۍ کې ووژل شول چې مړي يې نن کورنيو ته يې وسپارل شول.

ده وويل دا دويمه پيښه ده چې دروان کال په بهير کې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې را منځته کيږي چې پخوا هم ديوې زراعتې خصوصي کمپنۍ څلور تنه کارکوونکي د مخالفينو له خوا وژل شوي وو

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت دجمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت دشورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه

دجمهوري رياست مطبو عا تي دفتر د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې چې د جمهوري رياست مرستيالانو، ستر وزير هدايت امين ارسلا ، دملي دفاع اود کورنيو چارو وزيرا نو ، د ملي امنيت سلا کار، د ملي امنيت لوى رئيس ،لوى در ستيز ،د بهرنيو چارو ،ماليې ، د نشه يي تو کو پر خلاف دمبارزي اودسرحدونو ، قومو نو او قبايلو د چارو وزيرا نو ، دسيمه ييزو ارګا نو نو د اداري لوى رئيس ، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين او يوشمير نورو دولتي مقا ما تو ګډون کړې و په برياليتو ب سره ددوديزې لوى جرګي د جوړولو په خا طر دښو امنيتې تد بيرو نو د نيولو په باب خبرې وشوي

د ملي امنيت دشورا په غونډه کې پريکړه وشوه چې د کور نيو چارو د وزير سترجنرال بسم الله محمدي ترسرپرستې لا ندې دې په برياليتوب سره ددوديزې لويې جرګي د جوړولوپه خاطر ښه امنيتې تد بير ونه ونيول شي چې د هيواد استا زي او مشران په ډاډ منه او ارا مه فضا کې په جرګه کې خپلي چاري تر سره کړې او لويه جرګه په عزت او سرلوړي سره پاى ته ورسيږي

په مقا بل کې د هيواد امنيتې چاروا کو د ملي امنيت شورا ته ډاډ ورکړ او وي ويل چې دهيواد امنيتې ځوا کو نه شپه اوورځ هلې ځلې کوي چې لويه جرګه دسو لې او ارا مې په فضا کې په برياليتوب سره جوړ ه شي

دملي شورا د مشرا نو جرګي په خپلي نننۍ غونډه کې دلازمو سلا مشورود وړا ندې کولو ، د هيواد داساسي قا نون په مادو ددقت اوددوديزي لوى جرګي د کار په بهير کې د ملي ګټو دسا تنې غوښتنه و کړه

د مشرا نو جرګي مطبو عاتي دفتر د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته خبر ورکړ : په پيل کې دغونډې رئيس محمدعلم ايزديار دهيواد دجمهور رئيس په ګډون دپرو ني مشورتي غونډې په باب چې په ټا کلي وخت ددغې جرګي د جوړولو لپاره د تياري په باب جوړه شوې وه دسنا مجلس ته معلو مات وړا ندې کړل او وي ويل چې ددغې جرګي دنده دمهمې ملي موضوع يعني دامريکا له متحده ايالاتو سره دستراتيژيک تړون دلاسليک په باب دلازمو سلا مشورو وړا ندې کول دي چې يواځي مشورتي اړخ لري او له دې وروسته دې نظريې او سلا مشوري دتصويب په مقصد د ملي شورا دواړومجلسو نو ته وليږل شي او ملي شورا دې له اساسي قانون سره سم خپل وا کو نه عملي کړې

د مشرا نو جرګي لو مړۍ نايب ددغه شان اغيزمن تړون داړتيا په باب وويل چې هيواد په خاص سياسي ، نظامي او اقتصادي موقعيت کې دي او له لاس وهنو سره مخا مخ دى او افغا نستان دبل هر هيواد په شان ددې حق لري چې دخپلو ملي کټو دسا تنې په پام کې نيولو سره تصميم ونيسې

وروسته يوشمير سنا تورا نو هم ددغه تړون دلاسليک کولو دپړا و نو په باب خبري وکړې او ددوديزې لويې جرګي په جوړولو ، د برخه والو د مشورتي نظريو په راټولولو ، ددغه تړون دلاسليک کولو په وخت کې د هيواد دلوړو ګټو په جدى سا تنې اود تصويب لپاره ملي شورا ته دهغه په ليږلو باندې ټينګار و کړ او په دوديزه لويه جرګه کې يې د هيواد د مشر ا نو دپراخ شتون هرکلي وکړ

ددغو خبرو په بهير کې سنا تورا نو دلويې جرګي د کار په تخنيکې بهير باندې انتقاد درلود چې ددغې جرګي کاري اجندا او لګښتې مدرکو نه يې د ملي شورا غړو ته نه دي معلوم شوي اودلوګر ولايت په ګډون له ځينو ولايتو نو څخه په شرايطو د برا برو اشخاصو پرځاى تصادفي اشخاص معرفي شوي دي . سنا تورا نو د ا هم وويل که چيري له بهر څخه لاس وهنې نه وې ددغه شان تړون لاسليک کولو ته کوم ضرورت نه و او بايد ددغه تړ ون دلاسليک کولو په بهير کې له دقت څخه کاروا خيستل شي چې محتوا يي د هيواد له ملي ګټو سره سمون ولري

دغه را ز په غونډه کې سنا تور محمد اسمعيل منشي د آى، پي ، يو دبين الپارلماني اتحاديې په ١٢٥ غونډه کې د ملي شورا ددوا ړو مجلسو نو د هيئت د ګډون رپوټ چې په دې وروستيو وختو کې په سويس کې جوړه شوې وه ، وړا ندې کړ او وي ويل که څه هم دسنا مجلس هييت د ويزې په صادرولو کې دبي پروا ئې په خاطر نا وخته په کنفرانس کې ګډون و کړ خو داقتصادي پراختيا ، د ژوندا نه د چاپير يال سا تنې اود جګړى دقربانيا نو دحقوقو داعاده کولو په باب د هغه د کميټو په کار کې ګډون و کړ او زياته يې کړه بايد په دغه شان سفرو نو کې مسلکي کسان مخکې له مخکې مشخص شي اود ولسي جرګي له هيئت سره په همغږي کې دي واستول شي چې په ښه توګه د افغا نستان استا زيتو ب وشي

سنا تور محمداسمعيل منشي دغه را ز د پا کستان او انګلستان د هيوادو نو له پارلما ني هيئتو نو سره د کتنې ياد ونه و کړه او وي ويل چې په دې کتنه کې ده او سنا تور باقي بريال دپارلما ني دودو نو په محدوده کې ددغوپارلما نو نو له استا زو سر ه دعلاقي وړ موضوعګانو په باب خبرې ا ترې کړي دي

دغه را ز په غونډه کې دامريکا متحده ايالاتو ته د ملي شورا ددواړو مجلسو نو دهيئت دسفر رپوټ چې دامنيت له سکتور څخه د تقنينې څارنې په سيمينار کې په واشنګټن کې جوړه شوې وه د سنا تور محمد دا وود اساس له خوا وړا ندې شو

ده وويل چې ددغه سفر په بهير کې دغه هيئت دامر يکا ددفاع وزارت (پنتاګون) ،دکانګرس تاريخې ماڼې او اثار اود دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت و کتل او دمرکزي اسيا او قا نون جوړولو په چارو کې ددفاع د وزير له مرستيالانو ،دامريکا دپارلمان د استا زو مجلس ددوستې د ډلې له رئيس ، دپنسلوا نيا ايالت له دوو تنو سنا تورا نو او ددغه هيواد له ځينو جګپوړو مقا ما تو سره ليده کا ته او خبري اتري کړي دي

ده ددغه سفر د نتيجو په مثبت بللو سره وويل چې په دغو کتنو کې د امنيتې مسو ليتو نو دليږد ونې ، په سيمه کې دترو ريزم دخطر ، په درندو وسلو دامنيتې ځواکونو دسمبالولو او رو زنې د اړ تيا ، د هيواد د هوايي پوځ دسمبالولو په هيواد کې دبهرنيو ځوا کو نو دنا هم اهنګو او خپل سرو لټو نود مخنيوي ، افغا نا نو ته د جيلو نو د مسئوليت دسپارلو ، په افغا نستان کې دپا کستان اوايران د هيوادونو دلاس وهنو دبندولو ، د افغا نستان په وړا ندې دپا کستان ددوه ګونې سياست دناوړو عواقبو ، په افغا نستان باندې دپا کستان دپوځې بريدو نو د بند ولوداړتيا او هم د افغا نستان د حکومت له خوا دعمرا ني پرو ژو د اجرا کولو اود بنسټيزو پرو ژو دتطبيق ، د کرنې دسکتور د ودي ، د هيواد دلس کلنو ارزښتو نو له سا تنې سره د مرستې ، د بن په دويم کنفرانس کې دښځو دشتون ، ښي حکومتوالى ، ځوا نا نو ته د بورسو نو دورکولو،داستانبول د کنفرانس ،دوديزې لويې جرګي ، داستراتيژيک تړون دلاسليک کولو اود وريښمو د لارى د جوړولو په باب خبري وشوې او هيئت د ا مريکا د متحده ايالاتو له مرستو څخه په مننې سره په بيلا بيلو برخو په تيره بيا د مقننه قوي دپياوړ تيا اودپارلمانې اړيکو دټينګښت په برخو کې ددغه هيواد دلا زيا تې همکاري غو ښتنه و کړه

د هيواد په ځينو ولايتو نو کې د ملي اردو د منسو بينو په څو جلا جلا عمليا تو کې پنځه تنه ډارا چو نکي وژل شوي ، اووه ديرش تنه مشکوک کسان نيول شوي او يوه ا ندا زه چاوديدونکى توکې ترلاسه شوي دي

د ملي دفاع وزارت د ويندوى دفتر د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته خبر ورکړ

دبادغيس ، خوست ، کند هار، پکتيا ، پکتيکا، هلمند، لو ګر او کندز په ولايتو نو کې پوځې عمليات وشول چې له ا مله يې پنځه تنه ډار ا چونکي ووژل شول او اووه ديرش تنه مشکو ک کسان ونيول شول

دغه راز ددښمن، دپرسو نل ضد پنځه ماينو نه ، د ها وان ١٦ ماينو نه ، اته ريموت کنترول اوپنځه کيلو ګرا مه چاوديدونکى توکي او يو موتر سايکل هم دامنيتې ځوا کو نو لاس ته ورغلي دي

دننګر هار ولايت په مر بوطاتو کې نن په يوه کور د يو تو غندي دلګيدو له ا مله پنځه تنه ټپيان شول

دننګر هار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل مخالفينو دغه تو غندي ددغه ولايت په نا زيا نو ولسوالۍ تو غولي چې په يوه کور لګيد لې او له ا مله يې د کورنۍ پنځه تنه غړي ټپيان شوي دي

خبرځاى زيا ته کړه : ټپيان رو غتون ته ليږدول شوي دي ډا کترا نو دټپيا نو رو غتيا يي حالت ښه بللى دي

د ترکيې پو ليسو ٤٤ ټنه ماري جوانا نشه يي تو کې چې اد عا يې کړى ده د ترکيې د کر دستان د کار ګرا نو په غير قا نو ني ګوند پي کا کا پورې اړه لري کشف او ضبط کړي دي

پو ليسو ددغې تو کو بيه چې په جنو ب ختيځ ايالت دياربکر کې يې کشف کړه د ترکيې په پو لي واحد اته ويشت مليو نه ليري اعلام کړه

د ترکيې مقا ما ت وا يي د پي کاکا دډلې د پيسو د ترلاسه کولو يوه منبع د نشه يي تو کو پيرو دنه او پلورنه ده او دا په داسي حال کې ده چې ددغې ډلې مشران خپل غړي ان دسګر تو له څکولو څخه منع کوي

د ا مريکا جمهور رئيس بارک او باما وايي: ده له خپل روسيې سيال ديمترى ميدويديف سره کتلى او د ايران ، سوريي او افغا نستان په باب يې ور سره خبري کړى دى

او باما له ميدويديف سره د ا مريکا په ها وا يي ټاپو ګا نو کې د اسيا_پاسفيک د اقتصادي همکار يو د غونډي ترڅنګ خبرې و کړې

او باما وويل: موږ د ايران په باب خبري و کړى او په خپل هوډ مو ټينګار و کړ چې بايد په ګډه کارو کړو او ګډ ځواب انتخا ب کړو چې په دې ډول ايران د خپل اټو مې پرو ګرام په باب نړيوالى ژمنى تعقيب کړې

او باما وروسته د چين له جمهور رئيس هوجيتاو سره و کتل. داوباما د څرګند ونو له مخې : ده اود چين مشر غو ښتې دي چى ډاډ من و او سى چې ايران ټول هغه څه د او باما په باور نړيوال قوا نين اومعيارو نه بلل شوى ، تعقيبوي

د چين او رو سيې جمهورو رئيسا نو له او باما سره له کتنې وروسته په ښکاره د ايران د اټو مې مسئلې په باب څه نه دي ويلي

دسمنګانو ولايت خلک او مسئو لين د افغا نستان او ا مريکا ترمنځ د استراتيژيک تړون دلاسليک کولو په مقصد ددوديزې لويې جرګي جوړيدل په را تلونکي کې د هيواد په ګټه بو لي

دغه موضوع د ايبکو ښار يو تن قومې مشر د باختر اطلاعا تي اژانس ته څرګنده کړه او ويې ويل له پخوا زما نو څخه افغا نستان دشورا ګانو هيواد دي او زموږ پخوا نيو خلکو کله چې د هيواد او خلکو دبرخليک په باب تصميم نيوه اويا هم له کو مې سترې ستو نزې سره مخامخ کيدل بيا به دوي لو يه جرګه چې د افغا نستان د خلکو ځانګړى فرهنګ دي جوړ وله اود خلکو له استا زو سره به يې سلا مشوري کو لې

دده دڅرګندونو له مخې لو يه جرګه چې په نږدى را تلونکى کې د هيواد په پايتخت کا بل ښار کې جوړيږې په دې جرګه کې هم په يوې سترې مسئالى د افغا نستان او ا مريکا ترمنځ د استرا تيژيک تړون دلاسليک کولو په باب سلا مشوري کيږي او هغه تصميمو نه چې په دې لو يه جرګه کې نيول کيږي په را تلونکى کې به د افغا نستان د خلکو په ګټه وې

ده زيا ته کړه په اوس وخت کې هغه استا زي چې په دغه ولايت کې ټاکل شوي دي اود مرکز په لور روان دي دسمنګا نو مخور او مشران دي او هم هغه تصميمو نه چې دوي نيسې ملا تړ يې کوي

په همدى حال کې دسمنګانو ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رئيس فتح الله وافي دلو يي جرګي د جوړولو ملا تړ و کړ او ويې ويل په لو يه جرګه کې ددغه ولايت ونډه يوولس تنه دي چې له ولايتې شورا څخه درې تنه غړي ، له ولسواليو څخه شپږ تنه مخور او قو مې مشران او ددغه ولايت له مرکز څخه دوه تنه وټا کل شول

دده دڅرګند ونو له مخې دغه کسان په پارلمان کې د خلکو ديوشمير وکيلا نو د ولايتې شورا اود ولايت د مشرتا به هيئت له مشورو وروسته ټا کل شوي دي

ده وويل په همدې دليل دغه کسان دخلکو رښتينې استا زي دي او موږ په خپل وار سره د لويې جرګي دپريکړو ملاتړ کوو .

له بلي خوا هم يو شمير خلک لو يه جرګه غيرقا نو ني بو لى

دايبکو ښار يو تن او سيدو نکى حامد وويل موږ اوس په افغا نستان کې پارلمان لرو له دې امله ددغه شان جرګو جوړيدل دپارلمان شتون تر پو ښتنې لا ندې نيسې او پريکړى يې هم غير قا نو ني دي

دشهيدا نو ، معلو لينو ، کار اوټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلي نن له يوې خصوصي مو سسې سره دڅه دپاسه دريو مليو نو اته سوه زرو افغا نيو په ارزښت يو تړون لاسليک کړ

دغه تړون په کو نړ ولايت کې دفنې او حرفوي زده کړو د پروژو دتطبيق په مقصد لاسليک شوى دى

دباختر داطلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې : امنې افضلي د تړون له لاسليک کولو وروسته وويل: په کو نړ ولايت کې د نارينه و او ښځو په ګډون ١٦٥ تنه وز ګارو اومصيبت ځپلي کسان د ترکاڼې ،د چر ګا نو درو زنې ، خيا طى ، د جنرا تورو نو ، مبايل او تيلفو نو نو د ترميمولو په څانګو کې اووه مياشتې زده کړه کوي .

امنې افضلى د هيواد په کچه ددغه شان پرو ژو تطبيقول وزګارو او مصيبت ځپلو کسانو ته د کار په مو ندلو کې ارزښتناک ګام و باله او ويې ويل: فنې او حرفوى زده کړې کولاى شي ځوا نان له يوې خوا په خپلو پښو ودروي او له بلي خوا هم ددولت د وسله والو مخالفينو له ليکو سره د هغوى ديو ځاى کيدو مخه ونيسې

د ې زيا ته کړه : تر او سه پورې په هيواد کې اتيا زرو ځوا نا نو ته د فنې او حرفوي زده کړو زمينه برا بره شوې ده

افغان ملي پو ليسو هغه اتلس تنه چې دنشه يي تو کو دقاچاقو په ګومان د هيواد په بيلا بيلو ولايتو نو کې نيو لي وو اوولس تنه يې د مسکرا تو اود نشه يي تو کو دجرمونو د استيناف محکمې له خوا له پنځو کلو نو څخه ترشلو کلو نو پورې په مجا زا تو محکوم شول او يو تن يې د الزام ددلايلو د نه شتون په نسبت بي ګناه وبلل شو

دباختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې له مشکوکو کسا نو څخه په مجمو عي ډول يوزرو درې نوي کيلو ګرامه مورفين ، څه دپاسه اوولس کيلو ګرامه هيرو ئين او پنځه سوه اووه شپيته کيلو ګرا مه اپين کشف او ضبط شوي دي

هغه دوه ښځې چې د نشه يي تو کو دقا چاقو د جرمو نو په محکو مينو کې شا ملې دې ټول يې د ننګر هار ،نيمروز،هلمند اود کو نړ د ولايتو نو اوسيدونکي دي

له بلي خوا د هيواد د ملي پو ليسو له خوا داتلسو تنو نيول شويو مشکوکو کسا نو څخه يو تن يي د تخار ولايت د امنيې قو ما ندا نۍ سرتيرى دده پرخلاف دالزام د دلايلو د نه شتون په نسبت له دغې محکمې څخه برا ئت اخيستى دى

دمسکرا تو اود نشه يي تو کو دجرمو نو ابتدا ئيه محکمې دروان کال دلړم د مياشتې په اتمه نيټه يو سړى چې له پا کستان څخه افغا نستان ته يي ١٦ سوه بوشکي اسيدکلورهايدريک ډوله تيزا ب چى د نشه يي تو کو په جوړولو کې کارول کيږي قاچاق کړى و داووه کاله بند په مجازاتو محکوم کړ

Page 765 of 767