کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :
ټاکل شوې ده دارغوان دجام ترعنوان لاندې سبا په کابل کې دبايسکل ځغلولو سياليو شپږم پړاو ترسره شي .
داولمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو دفدراسيون رييس محمدصادق صادقي ددغو سياليو دترسره کولو هدف دسوريې په سياليو کې دګډون لپاره چې يوه مياشت وروسته پيليږي د غوره څيرو پيژندنه وبلله او ويې ويل چې دغه سيالۍ سبا دشپتو تنو ورزشکارانو په ګډون داولمپيک دملي کميټې له مقر څخه پيليږي اودچاريکارو په ښارکې پاى ته رسيږي.
ده زياته کړه چې دغه ورزشکاران بايد شپيته کيلومتره واټن ووهي .
کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :
دکاراتي انتخاباتي سيالۍ ټاکل شوې ده سباپه کابل کې پيل شي .
داولمپيک دملي کميټې دخپرونو دفتر باختراژانس ته خبرورکړ . چې ددغو سياليو دترسره کولو هدف دکابل دمنتخب ټيم انتخاب دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې سيالۍ دښځواونارينه و په ګډون ددغې څانګې ددرې سوه پنځوسو تنو ورزشکارانو ترمنځ دتنکيو ځوانانو ، ځوانانو اولويانو ترمنځ ترسره کيږي چې په پاى کې غوره څيرې دکابل منتخب ټيم ته معرفي کيږي اودکاراتي دملي ټيم په سياليو کې دګډون جواز ترلاسه کوي .
کابل باختر د ثور ٢٦
په هرات ولايت کې پرون مازيګر دبايسکل ځغلولو انتخاباتي سيالۍ ترسره شوي .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا ددغو سياليو دترسره کولو هدف دهرات ولايت دمنتخب ټيم ټاکل وبلل او وي ويل دغه سيالۍ چې په دولسو کيلومتر واټن کې پيل شوي وي ددغي څانګي دوه پنځوسو ورزشکارانو د ځوانانو او تنکيو ځوانانو په کته ګوري پکي ګډون درلود
چې په نتيجه کې يي دتنکيو ځوانانو په کته ګوري کې محمد ناصر محمدي لومړۍ مقام احمد شعيب او احمد سعيد تيموري دويم او دريم مقامونه وګټل دغه راز د ځوانانو په کته ګوري کې جمعه ګل اميري لومړۍ مقام مسعود محمدي او محمد حميدي دويم او دريم مقامونه وګټل .
د ضيا د څرګندونو له مخې ددغو سياليو په پاى کې لسو تنو ورزشکارانو دهرات ولايت دبايسکل ځغلولو دمنتخب ټيم غيړتوب ترلاسه کړ
اتن \راديو فردا \باختر\ د غويي ٢١ مــــــــــــــــــــه
په لندن کې دروان کال د المپيک لوبو ډيوه نن دپنجشنبې په ورځ په يو نان کې په هغه لو مړنى ځاى کې چې ٢٨٠٠ کاله مخکې دغه لو به پکې شوې وه رو ښا نه شوه
ټا کل شوې ده په ننيو مراسمو کې يوې يو نا نى هنر منده ښځه په هنداره کې دلمرد وړا نګى له انعکاس څخه په استفادې سره دغه ډيوه رو ښا نه کړ.
دلندن د ٢٠١٢ کال د المپيک لو بې دروان کال د زمري د مياشتې په شپږ مه نيټه پيليږي .