24 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اجرائيه رئيس د ترکيې له سفير سره وکتل

کابل \ باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : د افغانستان داسلامي...

په ننګرهار کې د دريو تنو ډاراچوونکو وژل کيدل

جلال آباد \ باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : درې ...

په کاپيسا کې دڅلورو تنو وسله والو مخالفانو نيول کيدل

محمودراقي \ باختردکب دمياشتې ٤ نيټه : څلور تنه وسله...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختر د سلواغې  اوولسمه :
دافغانستان دکرکټ بورد انتخاباتي کميټه د ٢٠١٩ميلادي کال  نړيوال جام  دانتخاباتي پړاو دسياليو لپاره خپل غړي  اعلام کړل .
دافغانستان دکرکټ  بورد ادارې باختراژانس ته وويل: دغه ټيم دانتخاباتي پړاو سياليو لپاره په ټولو معيارونو سره ټاکل شوى دى .
په انتخاباتي غړوکې محمد شهزاد محمدي ، جاويد احدي ، احسان الله جنت ، رحمت شاه زرمتي ، اضغر ستانکزي ، نجيب الله ځدران ، سميع الله شينواري ، ناصر جمال ، محمد نبي ، ګلبدين  نايب ، راشد خان ، مجيب ځدران ، شرف الدين اشرف ،  دولت ځدران او شاهپور  ځدران  شامل دي .
دانتخاباتي  پړاو په سياليو کې لس ټيم چې په دوو ګروپونو کې ويشل شوي دي ګډون کړى او په نتيجه کې دوه ټيمونه د ٢٠١٩ نړيوال جام  سياليو ته لاره مومي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

ترینکوټ باختر د سلواغې ۱۶ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ د میوند لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.
د فوټبال د فدراسیون مسوولين وايي، په دغو لوبو کې ۸ الف لوبډلو برخه لرله ،چې وروستۍ لوبه يې د میوند او اتفاق لوبډلو تر منځ ترسره شوه او اتفاق یو د دوو پر وړاندي ماتې وخوړه.
د روزګان ولایت د فوټبال فدراسیون مسوول میرزا محمد امیرزي د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل: په دغو سیالیو کې، چي ۲۰ ورځې يې دوام وکړ، ۸ لوبډلو برخه لرله، چې د میوند لوبډلې په کې لومړی، اتفاق دوهم او د رحیمي لوبډلې دریم مقام خپل کړ.
امیرزي زیاته کړه، چې د میوند لوبډله به د یوه کال لپاره د دغه ولایت منتخب لوبډله وي او په نورو ولایتونو کې به ټولې سیالۍ د همدې لوبډلې له خوا تر سره کېږي.
هغه وویل:"نن ډیر د خوشحالۍ ځای دی، چې موږ د لومړي ځل لپاره د غوره لیګ سیالیو د پای ته رسیدو لیدونکي یو او په راتلونکي کې به موږ د زون او هیواد په کچه سیالۍ تر سره کړو، موږ اوس د پخوا په پرتله ډیر پرمختګ کړی دی او کولای شو، چي په نورو ولایتونو کې هم ښې لوبې تر سره کړو."
دا مهال په دغه ولایت کې د کرکټ، والیبال، وشو، سطرنج او یو شمېر نورې لوبې په زیاته کچه مینوال لري.
لوبغاړي هم د دغو لوبو په تر سره کولو سره ډیر خوشحاله بریښي او وايي چې، تر پخوا يې فوټبال مسلکي شوی دی.
دوی وايي: اوس د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ښې او مسلکي لوبې د تر سره کولو وړتیا لري او باید دولت ورته نور هم د لوبو او ورزش په ډګر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د میوند لوبډلي یو تن لوبغاړي وویل:
"موږ ډیرې ښې لوبې تر سره کړې او ډير خوشحاله یو، چي لومړی مقام مو خپل کړ، موږ اوس کولای شو ، چې تر پخوا ښې لوبې وکړو ځکه موږ ښه تمرینونه کړي او علاقه مو ورسره ډیره شوې ده، موږ د لومړي مقام د خپلولو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې، ، ډیر تمرینونه مو وکړل او همدا لامل وو، چي نن مو لومړی مقام خپل کړ او هیله لرو، چې نورې دوستانه سیالۍ هم تر سره کړو."
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې له جګړو سره سره په دغه ولایت کي د لوبو مینه وال زیات شوي دي چې څو ورځې مخکې هم د فوټبال لس ورځینۍ سیالۍ پای ته ورسيدې.پای/وصال

کابل \ باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
د حامدکرزي په  نړيوال هوايي ډګر کې دکرکټ بورډ لوړپوړو چارواکو، د ملي شورا يوشمېرغړو او دکرکټ مينه والو له خپلې لوبډلې څخه تود هرکلى وکړ او هغوى ته يې ښه  راغلاست ووايه.
دکرکټ بورډ اجرايېه مشر شفيق الله ستانکزي د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل  چې؛  د کرکټ لوبډله هېواد ته له لاسته راوړنوسره راستنه شوه او دومره څه يې ترلاسه کړي  چې د راروانو پنځلسوکلونو لپاره يې د افغانستان کرکټ ډاډمن کړ.
د هېواد د نولس کلنو لوبډلې مشر نوين الحق له خپلو لوبغاړو څخه  خوښي وښودله  چې په  خپلو هڅو او هاند سره  نيمه پاى لوبې ته ورسيدل.
نوين الحق  زياته کړه ؛  دوى د نيمه پاى لوبې نه بلکې د جام د ګټلو وړتيا هم درلوده، خو د ده  په وينا دا کرکټ دى  کله  کله ښه  لوبډله  هم لوبه بايلي.
پاى \ وصال \  ذ

کابل باختر د ليندي  يوولسمه :
په کابل کې  دنجونو دتکواندو دملي ټيم لپاره  انتخاباتي سيالۍ دوام لري .
دتکواندو دملي ټيم ښوونکى بشير تره کي د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دغوسياليو کې څه ناڅه سلو ورزشکارو نجونو ګډون کړى  چې له دغو ورزشکارانو څخه دوه ديرش غوره څيرې دنجونو ملي ټيم ته انتخابيږي .
  تره کي ددغوسياليو موخه افغان ورزشکارانو  ته  دتکواندو دنويو مهارتونو دزده کړې او هم په نړيوالوسياليو  کې ددوى ګډون وباله .
  ختم_ سعيده _ اکرم

Page 3 of 513