06 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

 نړيوالې خبري منابع/ د لړم ١٨مه/ باختر
د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو ٥٠ آوریزو سیالیو، دويمه لوبه نن د (نوامبر ۹مه) د هند په لکنهو ښار کې ترسره کېږي. 
دغه  لوبه د ماسپښین پر ٢ بجو پېلېږي.   
له ویسټ انډيز سره د افغانستان د لوبو لړۍ د نوامبر په ٦ مه  پیل شوه.   
په لومړۍ لوبه کې ویسټ انډيز افغانستان ته په ۷ وېکټونو ماتې ورکړه.  
د دواړو ټیمونو ترمنځ د ٥٠ آورېزو لوبو درېیمه او وروستۍ لوبه د دوشبنې په ورځ (نوامبرپه ۱۱مه) په همدې ښار کې ترسره کېږي. 
په هندوستان کې به دواړه لوبډلې درې ٢٠ آوره سیالۍ هم کوي چې د نوامبر پر ١٤مه ، ١٦مه او ١٨مه پلان شوې دي.
ورپسې بله سیالي به ټيسټ لوبه وي.   
پاى \ ذ

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سبا د ويسټ انډيز ټيم په وړاندې د سيالي لپاره ډګر ته ځي.
دغه ٢٠ آوريزه لوبه د هند د پهلکهنو ډګرکې ترسره کېږي.
د کرکټ بورد وياند فريد هوتک نن باختر آژانس ته وويل چې د افغانستان او ويسټ انډيز د کرکټ ملي ټيمونه سر له سبا درې ٢٠ آوريزې او يوه ټيست لوبه ترسره کوي.
په همدې اړوند د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپيټان راشد خان پرون په خپل تويټر پاڼه کې وليکل چې له ويسټ انډيز سره د سيالۍ لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم   ټول غړي بشړ چمتووالى لري.
پاى \ ذ

 

لښکرګاه/دلړم۱۳مه/باختر
د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د سولې ترنامه لاندې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغه سیالۍ د لښکرګاه د ښاروالۍ او ځمکني ټرانسپورټ په مالي لګښت جوړې شوې چې لس لوبډلې به پکې خپل بخت وازمايي.
پای/وصال

 

کابل / د لړم ١٣مه / باختر : 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډ له نن په یوه تمریني لوبه کې د ویسټ انډیز له لوبډلې             سره مخ کېږي.
لوبه د هند په لکنهو لوبغالي کې ترسره کېږي.
تمه ده د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې خپلې درې رسمي یو ورځنۍ لوبې د نوامبر له شپږمې یعنې له چهارشنبې وريځې څخه پیل کړي او بیا به درې شل اوریزې  او یوه ټیسټ لوبه هم وکړي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر راشد خان پرون په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبو ته ټول چمتووالی لري.
  پاى \ ذ

Page 4 of 591