22 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

مهتر لام باختر د لیندۍ ۱۷ مه
د لغمان، ننګرهار او کابل ولایتونو د سوک وهنې په سیالیوکې لغمان ولایت وکولاى شو لومړی مقام وګټي.
د لغمان ولایت د بدني روزنې د آمریت مشر بادام ګل باختر آژانس ته وویل چې تېره ورځ د کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو د سوک وهنې ورزشکارانو خپل منځي سیالۍ ترسره کړې.
سرچینه زیاتوي چې د دغه ولایت ورزشکارانو وکولاى شول چې خپلو سیالانو ته په پرله پسې ډول ماتې ورکړي او د یادو سیالیو اتلولي ترلاسه کړي.
د بادام ګل د څرګندونو له مخې: دغه راز د قرغیو ولسوالۍ په چهارباغ سیمه کې هم د سوک وهنې د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ خپل منځي دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه د لوبغاړو هڅول او راتلوونکو مهو سیالیو ته د لوبغاړو چمتو کول بلل شوي دي.
پای/وصال


 

کابل  باختر دليندى څوارلسمه :
دهېواد له شل کلنۍ  څخه ښکته دفوټسال ټيم دتاجکستان ټيم ته په ماتې ورکولو سره داسيا دملتونو جام ته لاره وموندله .
دفوټبال فدراسيون دخپرونو مسوول شفيع شاداب باختراژانس ته وويل  دافغانستان ټيم وکولاى شول نن ديوې په وړاندې په څلورو سره دتاجکستان ټيم ته ماتې ورکړي .
شاداب زياته کړه دافغانستان له شل کلنۍ  څخه ښکته د فوټسال  ټيم له دې مخکې دترکمنستان  ټيم ته ماتې ورکړې وه  خو دايران ټيم دافغانستان ټيم ته ماتې ورکړې ده .
دى وايي  داسيا دملتونو دجام سيالي به په ازبکستان کې دراتلونکي  ميلادي مياشتې  په لومړيو کې  ترسره شي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
ټاکل شوې ده  دافغانستان دشل کلنو ځوانانو دفوټسال ملي ټيم د اسيا دمقدماتي سياليو په دوام نن دايران  دفوټسال له ټيم سره لوبه وکړي .
  دافغانستان  دفوټسال فدراسيون مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ليکلي دي  چې دافغانستان  ټيم  په داسې حال کې دايران له ټيم سره سيالي کوي  چې پرون يې  ترکمنستان ټيم ته په پنځه ګولونو سره ماتې ورکړه .
  دافغانستان لپاره حسن علي جعفري  ، فرزاد محمدي ، مرتضي حيدري ، داوود يوسفي  او حميد حسيني  ګولونه ترسره کړل .
داسيا دشل کلنو دفوټسال دمنتخب ټيمونه د ٢٠١٩ ميلادي کال سياليو ته  دلارې موندنې لپاره  مقدماتي سيالۍ  دازبکستان په کوربه توب  پيل شوي دي .
  ختم_ ج – اکرم

 

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
دملي پوليسو ديو والي او پيوستون  او دامنيتي او دفاعي ځواکونو دشهيدانو او د شهيد ستر پاسوال عبدالرزاق اڅګزي . دشهادت  په درناوى  دفوټبال جام ددولتي مقاماتو او دهرات ولايت دورزشي  ټولنې دمسوولينو په  ګډون پرانستل شو .
ددغه تورنمنت دپرانستلو په مراسمو کې د  هرات ولايت مرستيال ، امنيه قوماندان  ، دحج اواوقافو رييس ، د روزنيز مرکز  قوماندان  ، دوګړني پوليسو لوى مدير ، دورزشي  فدراسيون رييس  ، دهرات دورزشي ټيمونو رييسانو ، دنفتي توکو داتحاديې  ، دمدني ټولنې  دبنسټونو استازو  ، خبريالانو او د ورزش  يو زيات شمير مينه والو ګډون کړي و .
  دغه جام  دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ له خوا دوګړنيو پوليسو دلوى مديريت په نوښت  دهرات  دامنيې قوماندانۍ  ، د  ٢٠٧ ظفر قول اردو ،  دولايت  دمقام ، دملي امنيت درياست ، سرحدي پوليسو ، دامن اوعامه نظم دپوليسو ، دملي پوليسو دروزنيز مرکز او د خبريالانو د کور دفوټبال دټيمونو ترمنځ پيل شوى دى  او يوه اوونۍ به دوام وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

Page 5 of 548