26 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

کابل باختر د ثور پنځمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دستر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختر  دثور يوولسمه

  داستقلال دفوټسال ټيم دکابل ښار دفوټسال دسياليو لومړي مقام وګاټه .

   دباختر اژانس دخبر له مخې،  دغو سياليو له لسو مياشتو راپديخوا دشپاړسو  ټيمونو ترمنځ دالمپيک  دملي کميټې په جمنازيوم کې  دوام درلود اوپه پاى کې  داستقلال  ټيم لومړي مقام ، ددنيا پوهنتون ټيم  دويم او دستاره ازادي او کابورا ټيمونو دريم او څلورم مقامونه وګتل .

 دالمپيک  دملي کميټې  درسنيو دلوى مدير سروري د معلوماتوله مخې، دګټوونکو  ورزشکارانو کپونه ، مډالونه او جايزې نن ديوې غونډې په ترڅ کې دالمپيک دملي کميټې دسکرترجنرال  جان عالم  حسني  له خوا وويشل شول .

  دغه راز  ددغو سياليو په پاى کې  دوه ويشت تنه ورزشکاران  دکابل دفوټسال منتخب ټيم ته انتخاب شول .

  سروري زياته کړه: په دغو سياليو کې  دموج ټيم داخلاقو کپ ترلاسه کړ او اسد دپنځه ويشتو ګولونو په وهلو سره دګول ښاغلي لقب وګاټه .

کابل باختر  دثور يوولسمه

 دهيواد  پاراالمپيک  ټيم دلندن د  ٢٠١٢ دپارا المپيک لوبو ته دلارې موندلو  په سياليو کې له ګډون وروسته   دسروزرو يو مډال ، دسپينو زرو له دوو  مډالونو اودژيړو له دريو  مډالونوسره نن سهار  هيواد ته راستون شو .

  باختر اژانس ته دالمپيک د ملي کميټې دخپرونو ددفتر دمعلوماتو له مخې، دغه سيالۍ  ديو ويشتو اسيايي هيوادونو دورزشکارانو په ګډون  په ماليزيا کې  ترسره شوې چې اتل نيازي دغونډاري په غورځولو اوځغاستي سره دسرو زرو  يو مډال او دسپينو يو مډال او  زبير  حيدري په ځغاسته  کې دسپينو  زرو يو مډال ترلاسه کړل  .

 دغه راز ددغې څانګي دريو تنو نورو ورزشکارانو د ژيړو مډالونه ترلاسه کړي دي

کابل باختر  دثور يوولسمه

  دفيروزي اواردو ټيمونو دکابل ښار دفوټبال  دغوره ليک  دتګ راتګ  دسياليو ورستي پړاو ته لاره وموندله .

 دهمدغو سياليو  په دوام پرون مازيګر دفيروزي ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره داستقلال  ټيم ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو وروستي پړاو ته يې لاره وموندله .

 دفوټبال  فدراسيون  درسنيو مسوول احمد شاه ساير باختر اژانس ته وويل، دغه سيالۍ  ددوولسو ټيمونو ترمنځ د ګول پروژې  په مصنوعي  چمن کې پيل شوې وې ټاکل شوې ده  چې  وروستي نيمايي  پړاو سبا داردو او فيروزي د ټيمونو ترمنځ ترسره وشي .

 ديوبل خبر له مخې، ټاکل شوې ده نن مازيګردپروان ولايت دسنايي او دسوداګرۍ  خونو ټيمونه دوستانه لوبه ترسره کړي  دغه راز سبا دفوټبال  دغوره ليک دسياليو له  وروستي پړاو څخه مخکې درسنيو  او دفوټبال  فدراسيون دسابقه لرونکو دفوټبال  ټيمونو ترمنځ د ګول پروژه کې دوستانه لوبه ترسره کيږي .

کابل باختر  دثور يوولسمه

 دهيواد دسنوکر دملي ټيم ورزشکاران  په قطر کې  داسيايي سياليو په  ٢٨ پړاو کې  له ګډون وروسته  نن سهار هيواد ته  راستون شو .

 دباختر اژانس دخبر له مخې،  دغه سيالۍ له  ٢٤ هيوادونو څخه ديو پنځوسو تنو ورزشکارانو  په ګډون  دقطر په دوحه ښار کې ترسره شوې  .  باختر اژانس ته  دسنوګر فدراسيون درييس محمد عزيزعظيمي  دمعلوماتوله مخې،  په دغو سياليو کې افغان ورزشکارانو هر يوه صالح محم محمدي ، نادر خان سلطاني او محمد رييس سنيزي  برخه لرله چې له دې جملې څخه يوويشت سيالۍ يې چې  د بيلابيلو هيوادونو له ورزشکارانو سره ترسره کړې  څلور بايلى او اوولس برياليتوبونه لرل او په دغو سياليو کې يې پنځم مقام ته وګاټه .

  محمد عزيز  وويل :دسياليو په پاى کې هندي ورزشکارانو  لومړي، تايلندي ټيم دويم مقام او ايراني ټيم دريم مقامونه وګټل او افغانستان پنځم مقام وګاټه