25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل/دمرغومې۱۹مه/باختر
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د افغانستان د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د لوى رییس فرهان یوسفزي کړنې وستایلې.
له کرکټ بورډ څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون رييس انجنیر هلمند هلمند، ګل احمد کمین، حمید الدین یول راش او ګل زمان نایب په نړیواله کچه د افغان کرکټ بورډ لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې د ولسي جرګې دغو غړو د افغانستان د کرکټ بورډ له ادارې خپل ملاتړ اعلام کړ او پر هېوادوالو یې غږ وکړ چی د کرکټ د ودې لپاره سره یو موټى شي.
‎هغوی په کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ کې د لوبغاړو ترمنځ د وروستیو رامنځته شویو ستونزو په حل کې د دغې ادارې د مشر فرهان یوسفزي مثبت ګامونه وستایل او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ یې څرګند کړ چی د یوسفزي په مشرۍ کې به د افغانستان کرکټ بورډ د لا ډېرو لاسته راوړنو شاهد واوسي.
په همدې حال کې د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ لوى رییس فرهان یوسفزي هم د ولس له استازو مننه وکړه او زیاته یی کړه چی د دوی ستاینه به یې د کار په ډګر کې انرژي نوره هم زیاته کړي.
یوسفزي وویل: کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ یوه ملي اداره ده او په دې ادارې پورې د هر افغان هیلې تړلې دي.
هغه زیاته کړه چې ژمن دی د تېر په څېر به په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د افغانانو د خوشحالۍ او د هېواد د سرلوړۍ لپاره خدمت ته دوام ورکړي.
د کرکټ بورډ ادارې د مشر کړنې وروسته له هغې وستايل شوې چې په دې اداره کې يې د اصغر افغان او د ګلبدين نايب ترمنځ راپورته شوې شخړه حل کړه.
پاى/وصال

کابل د مرغوې ۱۷ باختر.
د کرکټ افغاني الاصل لوبغاړی حمیدالله قادري د انګلیستان د نولس کلنوځوانانو د کرکټ په ملي ټیم کې لوبه کوي .
هغه به د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې د انګلیستان د نولس کلنوځوانانو د ټیم استازیتوب وکړي .
د انګلیستان د نولس کلنوځوانانو د کرکټ ټیم په ب ګروپ کې د نولس کلنوځوانانو د کرکټ په نړیوال جام کې له ویست اندیز، استرالیا او نایجریا سره مقابله کو ي .
شل کلن حمیدالله قادري د قندهار اصلي اوسېدونکی ده .
هغه کابو لس کاله مخکي له خپلې کورنۍ سره انګلیستان ته پناه یوړه .
هغه مخکې  له دې د انګلیستان په کورنیو سیالیو کې ښه ځلېدلی دی ختم ع

 

کابل / دمرغومي ١٧مه / باختر :
دافغانستان دفوټبال دملي ټيم  مشهور لوبغاړى مصطفي ځاځى دکمبوديا په غوره ليک کې دلوبې په موخه  د ويساخا  له ټيم سره  يوځاى شو.
  دافغانستان دفوټبال فدراسيون  دخپرونو مرستيال  شمس اميني  باختراژانس ته وويل چې هغه به  دکمبوديا په غوره ليک کې لوبه وکړي .
ځاځي  تېرکال هم له دغه ټيم سره قرارداد درلود  چې په  تېره دوره کې  دښه ځلېدو په دليل  سږ کال هم له دغه ټيم سره  دپيوستون فرصت  ترلاسه کړ .
  ختم_ ف _ اکرم

قندهار/دمرغومې۱۵مه/باختر
په قندهار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د باسکټبال پیل شوې سیالۍ د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د باسکټبال ادارې او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ پیل شوې چې اته ورځې یې دوام وکړ.
د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وايي: د خوښۍ ځای دی چې ځوانان ورځ تربلې د ورزش په برخه کې پياوړي کېږي، خو له ځوانانو غواړي چې د لوبو ترڅنګ زده کړو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
پای/وصال

Page 6 of 599