25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

د آزادي دستوري  ټيم دکابل ښار دفوتسال دغوره ټيمونو دسياليو اتل شو.

دهيواد دفوتسال فدراسيون مرستيال محمدياسين محمدي دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل   دغه سيالۍ چې مخکې دفوتسال دشپاړلسوټيمونو ترمنځ دحاجي نبي دښارګوټې   داميد سبز په جمنازيوم کې پيل شوي  وي دنيمه وروستۍ په دوره کې يې د آزادي دستوري  ټيم ديوې په مقابل کې  په اوو سره دموج ټيم ته ماتې ورکړه او داستقلال ټيم ديوي په مقابل کې  په دوو سره دګوهرشاد پرټيم بريالي شو او ددغو سياليو په پاى کې د ازادي دستوري اواستقلال ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې لوبه ددريو په مقابل کې په دريو سره برابره اوپه  پاى کې دپنالتي په ګوزارونو سره دستاره آزادي ټيم ددريو په مقابل کې په څلورو سره داستقلال ټيم ته ماتې ورکړه او اتل شو.

دکابل ښار دفوتبال دالف ګروپ سيالۍ دکابل دځوانانو دټيم په اتلوالۍ سره  پاى  ته ورسيد.

دباختراطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دغه سيالۍ چې ديوولسو ټيمونو ترمنځ په کابل کې پيل شوې وې پرون ددغو سياليو په پاى کې لوبه دپيام ټيم  ديوې په مقابل کې  په دريو سره داتحاد ټيم ته ماتې ورکړه.

دفوتبال فدراسيون درسنيو دمسوول احمدشاه ساير دڅرگندونوله مخې په دغو سياليو کې دکابل دځوانانو ټيم دشپږو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام او دپيام او يونايتد سادات ټيمونه دويم اودريم مقامونه وګټل  او دمشعل اوخالد ټيمونه څلورم او پنځم مقامونه وګټل اودغو ټيمونو وکولاى شول دالف له ګروپ څخه  دکابل ښار غورليک ته لاره پيداکړي.

دسياليو په پاى کې ګټوونکې ټيم وستايل شو.

په دغو سياليو کې داخلاق جام داميدبلخي ټيم ته اودګول دښاغلي لقب داميدبلخي له ټيم سره قادر ته  ورکړ شو.

دالمپيک د ملي کميټې لوى رئيس محمد ظاهر اغبر نن په کا بل کې د ا مريکا دسفارت له سياسي مسو لې ميرمن ميلې سره و کتل

د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې په دې کتنه کې دالمپيک د ملي کميټې لوى رئيس د هغو اړيکو له ا مله چې د ا مريکا په مشرۍ د نا تو اود افغا نستان د ورزشي اداري ترمنځ تا مين شوى خوښي وښودله او له تروريزم سره په مبار زه اود  ورزشکارا نو په تيره بيا دښځينه ورزشکارا نو په فعاليتونو کې دځوا نا نو او ورزشکارا نو رول ارزښتناک و باله اود ا مريکا د سفارت له مسو لې څخه يې وغوښتل چې د هيواد له ورزشي ادارې سره ددغې ادارى له لارې په اړتيا وړ برخو کې همکاري و کړې

وروسته ميرمن ميلې دالمپيک د ملي کميټې له مشرۍڅخه د مننې په ترڅ کې ورزشکارا ن په بهر کې پرسياليو اود  افغا نستان د ورزشکارا نو برياليتو بو نه برخليک ټا کو نکى و بلل اود  المپيک له ملي کميټې سره يي خپل ملا تړ اعلام کړ او په افغا نستان کې يې د ورزش د ښه والۍ په لاره کې د خپل هيواد دهر را ز همکاري ژمنه وکړه

دکابل ښار  دفوټبال دالف ګروپ  سياليو پرون مازيګر ديونايتد سادات او داردو دټيمونو په لوبي سره دوام وموند.

دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمدشاه ساير دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل په  دې سيالۍ کې  دواړو ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله .

دغه سيالۍ ديوولسو ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده نن درسنيو او  اميد بلخي ټيمونه لوبه وکړې .

داحمدشاه ساير دڅرگندونوله مخې تراوسه پورې دکابل دځوانانو ټيم دشپږويشتو امتيازونو په لرلو سره په لومړۍ مقام کې او ديونايتدسادات او دپيام ټيمونه دشلواواولسو امتيازونوپه لرلو سره په دويم اودريم مقامونو کې دي.