06 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختردوري دمياشتې ١٩ :

داي ټي  اف  تکواندو ټيم دازبکستان دکب په سياليو کې دگډون په مقصد دغه هيواد ته روان شو.

ټاکل شوې ده دغه سيالۍ داپريل دمياشتي له اوومې نيټې څخه  تراتمې نيټي پورې په تاشکند  ښارکې ترسره شي .

دالمپيک  دملي کميټي درسنيو مسوول عبدالمحبوب سروري باختراژانس ته وويل  دافغانستان په ټيم کې لس لوبغاړي ، يو ښوونکى اويوهيئت شامل دي

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دهالند پرټيم بريالى شو.

دغه لوبه چې دکرکټ څلورو ورځنيو سياليو په دوام دافغانستان اودهالند دکرکټ دټيمونو ترمنځ  په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې دهالند ټيم دافغانستان ټيم ته ددوه سوه دوه ديرشو منډي هدف  وټاکه چې د افغانستان ملي ټيم وکولاي شول داوو لوبغاړو په سوځيدوسره دوه سوه درې ديرش منډي جوړې کړې او دغه لوبه  يې  وګټله  اوڅلور نمرې يې ترلاسه کړې  او دسياليو دجدول  دويم ځاى ونيوه.

دافغانستان دکرکټ بورددرسنيو دمسوول فريدهوتک  دڅرگندونوله مخې، دلوبو په جدول کې دايرلند ټيم په لومړى ځاى کې دى .

دخبرځاى دڅرگندونو له مخې، دانترکانتيننتال کب سيالۍ به دجولاي په دريمه نيټه  دايرلند له ټيم سره په دغه هيواد کې ترسره شي .

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دالمپيک ملي کميټې په هلمند ولايت کې دځوانانو ترمنځ دورزش  لازياتي ودې ته  تياري څرگندکړ .

داولمپيک دملي کميټې لوى رييس ظاهر اغبرچې دلومړي ځل لپاره دهلمند ولايت ته رسيدلى دى  پرون  له ورزشکارانوسره په کتنه کې وويل  چې په هلمندولايت کې بيلابيلو ورزشي برخو ته پاملرنه دالمپيک دملي کميټې ددندو په سرکې ځاى لري .

ده زياته کړه،  ددغه ولايت  ځوانانوته يوازې دورزش په برخه کې  بلکي په نوروز برخو کې هم دغه ولايت ته وياړنې ګټلي دي .

هلمندولايت ته ددغه هيئت درسيدو په وخت کې دهلمند  دوالي محمدګلاب منګل ، ددولتي ادارو دچارواکو اوديو زيات شمير ورزشکارانو له خوا هرکلي وويل شو.

 ديادونې وړ ده   دالومړي ځل دى  چې دالمپيک دملي  کميټې چارواکي هلمند ته سفر کوي .

دطب ډاکتران وايي  چې ورزش دافرادو په جسمي  او رواني سلامتيا  اوپياوړتيا کې زياته مرسته کوي دوى ادعا کوي هغه کسان چې په سمه توګه ورزش کوي  اويا خوځنده کارونه لري روغ رمټ وي او عمريې له هغو کسانو څخه  اوږد دى چې  له خوځښت څخه پرته کارونه  لري .

هغه ورزشونه چې  زياتره دانسان په بدن کې دخوځښت سبب کيږي په بدن کې دوينې  اکسيجن زياتوي دبدن نرمښت  ، ځغاسته ، لامبووهل  ، بايسکل ځغلول  ، رسي کشول  اوپه پښوتګ دى .

دداخله ناروغيو پروفيسرډاکتر عبدالله سادات وايي چې منظم ورزشي حرکتونه  کولاي شي  دشکرى، دوينې دغوړ ، چاغوالي اودانسان دوينې دلوړفشار ناروغي وقايه کړي.

پروفيسر سادات سپارښتنه وکړه که چيرې په پرمختللي عمر په سپورت  او ځغاستې پيل  شي بايد لومړي سړى ډاکتر ته لاړشي  اودډاکتر له لارښوونې سره سم په ورزش لاس پورې کړي .

ده وويل  چې بايد په څلرويشتو ساعتونو کې يوسړى څه ناڅه پنځه ديرش دقيقې ځغاسته وکړي  ځکه دځعاستې سره دزړه ټکانونه زياتيري اووينه دبدن ټولو برخو ته رسيږي اوهم هغه رسوبات چې له غوړيو څخه په شريان  کې ترسره  کيږي بيا منځل کيږي اودشريانونو دسختوالي چې دوينې دفشار دلوړيدو سبب کيږي مخه نيسي .

په همدې حال کې  مرضيې چې دکابل ښار په  يوه  ښوونځي کې ديوې ښوونکي په توګه  دنده ترسره کوي دډاکتر سادات په خبرو دتائيد مهرولګاوه  او ويې ويل چې پخوايې دبدن وزن زيات و اوهم دوينې دلوړ فشار له امله ځوريده .

دې په دى اړوند دباخترا ژانس خبريال ته وويل، په پښو تګ او زينو ته په جګيدو کې مې زياته ستړتيا احساسوله  خو په ځغاستې  ، پلي تګ اوپه منظمو سپورتي حرکتونو سره مې وکولاي شول هم دخپل بدن وزن کم کړم او هم له پخوا  څخه زيات  ځان روغتيا لرونکي احساس کړم.

دغه راز يوه ځوانه نجلۍ  چې ځان فريده بولى اودکابل پوهنتون دادبياتو دپوهنځي محصله ده په دې اړوند وايي يوه موده کيده چې دپښو اوملا په درد اخته  وم کله چې مې لاره کوله په زنګانه  کې مې درد احساساوه .

دخپل يو تن  دوست په مشوره مې  په پښو تګ  او درسى کشولو حرکتونه پيل کړل  او دکار ددې سبب شو چې  دپښو درد مې کرارکرار لري شي او بشپړه روغتيا ترلاسه کړم اوپه دې پوه شوم چې ورزش اومناسب ورزشي حرکتونه کيداي شي دبندونو د دردونو دله منځه تللو سبب شي  خو پروفيسر سادات وايي چې سالم  کسان  دى په منظم ډول سپورت  وکړي او هغه کسان چې  دزړه په ناروغيو  دشکرى ، اوسالنډي  په ناروغيتو  اخته دي بايد دډاکترله لارښوونوسره سم په ورزش لاس پورې کړي.

ده وويل  چې په بدن کې دوينې پاکوالي او هم دورزشي حرکاتو له امله دزړه دټکانونو حرکاتو لوړوالى دبدن  دوزن اودوينې  دغوړ او دوينې دفشار له کمښت سره مرسته  کوي .