11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل\ باختر د وري د مياشتې ١١

داورنيسال د ملي ټيم غړي د اروپا د ازادى اتلولى د لو بو په دريمه دوره کې دګډون په مقصد ترکيې ته لاړ

باختر اژانس ته د المپيک د  ملي کميټې درسنيو د مسوول عبدالمحبوب د معلو ما تو له مخې ،دغه سيالۍ د٢٠١٢ کال داپريل د مياشتې له دويمې نيټې ترپنځمې نييټې پورې د ترکيې دانتاليا په ښار کې جوړيږي چې د اورنيسال درزمي ورزش دټيم څلور تنه ورزشکاران پکې ګډون لري البته په دغو سياليو کې دڅه دپاسه دشلو هيوادونو ورزشکاران ګډون کوي

 له افغان ورزشکارانو سره په دې سفر کې دوه تنه استادا ن ملګر تيا کوي

کابل باختر دوري ٨ مـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

دبلخ ولايت د  نوروز د جام دفو ټبال سياليو پرون مازيګر په دوو لو بو سره دوام و کړ

د افغا نستان د فوټبال فدراسيون درسنيو مسول احمد شاه ساير پرون له باخترا ژانس سره په تيلفوني اړيکه کې وويل: چې په دغو سياليو کې لو مړۍ دبلخ دارمان ټيم د يوې په مقابل کې په دوو سره د هرات داتفاق ټيم ته يي ما تې ورکړه اود  ننګر هار دفيرو زي ټيم ديوې په مقابل کې د تخار په ټيم بريالى شو

دغه سيالۍ داتو ټيمو نو ترمنځ په مزار شريف ښار کې پيل شوي دي اوټا کل شوې ده نن دبلخ داميد ټيم د کند هار له ټيم سره او هلمند د انصاري ټيم د کا بل داردو له ټيم سره لو بي و کړي

 ساير زيا ته کړه داتو ټيمو نو له جملى څخه تر او سه پوري له الف ګروپ څخه د هرات اود بلخ دارمان ټيمو نو وروستې نيما يي دورې ته لاره مو ند لې ده چې له بي ګرو پ څخه د نننۍ لوبي په ترسره کولو سره هغه ټيمو نه اعلا ميږي چې ور وستې نيما يي پړا و ته لاره مو مي

کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه  :
دافغانستان ، ايران ، پاکستان او سريلانکا دورزشکارانو ترمنځ  داسيا دجنوب لويديځ جام دبسيبال سيالۍ  پرون په پاکستان کي پيل شوي
دباختراژانس دخبرله مخې ددغو سياليو په پيل کې لومړۍ لوبه  دافغانستان اوپاکستان دټيمونو ترمنځ پيل شوي   چې له يوې په زړه پوري لوبي وروسته دپاکستان ټيم پکي بريالي شو.
ديادونې وړده چې دسياليو په پيل کې په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت فرهنګي استازي زردشت شمس خبري وکړې او ددغه هيواد دبسيبال له فدراسيون څخه يي  دافغانستان دټيم دبلني له امله مننه وکړه اودپاکستان دبسيبال فدراسيون سکرترجنرال خاورشاه زردشت شمس ته  دستايني يوه لوحه ورکړه.