25 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختر د کب  دوه ويشتمه

  دهيواد دشپاړس  کلنو ځوانانو دکرکټ  ټيم چې دتايلند په سياليوکې اتل شو نن سهار هيواد ته راستون شو .

 دباختر اژانس دخبر له مخې دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې  دکرکټ بورد مرستيال شهزاده مسعود ، او دکرکټ بورد مسوولينو ورزشکارانو ته هرکلي ووايه دغه راز په هغي کتنه کې چې دهيواددبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول  په هوايي ډګر  کې له ورزشکارانو سره وکړه دکرکټ ټيم ور زشکارانو ته په خطاب کې  وويل تاسو ځوانانو وکولاي شول دځواکمنو ټيمونو په مقابل کې په ښه برياليتوب سره وځليږي اوګټونکي شي  او ثابته  مو کړه چې ځلانده راتلونکي په مخکي لر ي چې له هيواد څخه بهر  په سياليو دهيواد دسرلوړي سبب  شوي ياست .

  دبهرنيو چارو وزير زياته کړه ددولت مقامات بايد هغه مډال راوړونکي ورزشکاران چې په بهير کې  دافغانستان بيرغ لوړ کړي  دي وستايي چي دورزشکارانو  دزياتي  هڅوني سبب شي .

 دغه راز  سلاکار وزير او دکرکټ بورد مرستيال شهزاده مسعود دکتني په ترڅ کې دورزشکارانو دبرياليتوب له  امله مبارکي وويله او دغه ورزشکاران يي دورزش زمريان وبلل .

کابل باختر د کب  دوه ويشتمه

  دهرات ولايت ورزشي مسوولينو په دغه ولايت کې دغيږي نيونې  دورزشي سالون دپرانستلو خبر ورکړ .

  دغه ورزشي  سالون ديو سوداګر په مرسته دسيمه ئيز غيږي نيونې دڅانګي دمينه والو لپاره په هرات ښار کې جوړ شوي دي  

 دهرات ولايت ورزشي آمر عبدالقيوم جامي نن باختر اژانس ته وويل  دغه ورزشي سالون پيمان نوميږي چې په پرانستلو سره يي غيږي نيونکي  کولاي شي  پکي تمرين وکړې .

 سيمه ييز غيږي نيول په هرات کې دخلکو دوديز ورزش دي او دغه ورزش ددغه ولايت دخلکو ترمنځ زيات مينه وال او علاقمندان لري .

د هرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ د وحدت د جام دفوټبال دسياليو دريمې اوونۍ پرون ما زيګر په نهو لو بو سره دوام و مو ند

د هرات ولايت د ورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس ته وويل: په دغو سياليو کې د انصاري ټيم دصفر په مقا بل کې په يوې سره د شهاب پرټيم، د تلاش ټيم د صفر په مقا بل کې په يوې سره ديارانو پرټيم ، دشا هين ټيم د صفر په مقا بل کې په يوې سره د ايثار پرټيم ، دکهسان ټيم دصفر په مقا بل کې په څلورو سره د عقاب پرټيم د کشاورز ټيم ديوې په مقا بل کې په دوو سره د پا مير پرټيم اود ازادګانو ټيم د يوې په مقا بل کې په دوو سره د زعفران کارانو پرټيم بريالى شول

دغه را ز د هدف او اتفاق اود پيروزي سمين ټيمونه د يوې په مقا بل کې په يوې سره برا بر شول. دغه سيالۍ د١٦ ټيمو نو ترمنځ په څلورو ګرو پو نو کې پيل شوي دي

د هيواد دشپاړس کلنو ځوانانو د کرکټ ټيم نن سهار په تايلند کې د چلنج ګپ په سياليو کې دقطر په ټيم بريالى او ددغو سياليو اتل شو

 په دې لو به کې د افغا نستان ټيم دوه سوه امتيازونه ترلاسه کړل چې مقا بل ټيم د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يو سلو اته امتيازونه ترلاسه او لو به يې و بايلله

د افغا نستان د کرکت بورد درسنيو مسول فريد هوتک د باختر اژانس خبريال ته وويل دغه سيالۍ د افغا نستان ، مالديف ، بو تان ، متحده عر بي اماراتو ،چين اود قطر دټيمو نو ترمنځ په تايلند کې پيل شوې وې چې د هيواد د کرکټ ټيم وکولاى شول په ټولو ټيمو نو بريالى شي او چلنج کپ اود اتلوالى مقام ترلاسه کړي

ديادونىې وړ ده چې پخوا هم دغه ټيم د چلنج کپ په سياليو کې ګډون کړ ى و خوويې نه کړاي شول چلنج ګپ و ګټي

 په دغه برياليتوب سره د هيواد ټيم په ماليزيا کې د ايلت کپ په سياليو کې دګډون جواز ترلاسه کړ