05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

د هرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ د وحدت د جام دفوټبال دسياليو دريمې اوونۍ پرون ما زيګر په نهو لو بو سره دوام و مو ند

د هرات ولايت د ورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس ته وويل: په دغو سياليو کې د انصاري ټيم دصفر په مقا بل کې په يوې سره د شهاب پرټيم، د تلاش ټيم د صفر په مقا بل کې په يوې سره ديارانو پرټيم ، دشا هين ټيم د صفر په مقا بل کې په يوې سره د ايثار پرټيم ، دکهسان ټيم دصفر په مقا بل کې په څلورو سره د عقاب پرټيم د کشاورز ټيم ديوې په مقا بل کې په دوو سره د پا مير پرټيم اود ازادګانو ټيم د يوې په مقا بل کې په دوو سره د زعفران کارانو پرټيم بريالى شول

دغه را ز د هدف او اتفاق اود پيروزي سمين ټيمونه د يوې په مقا بل کې په يوې سره برا بر شول. دغه سيالۍ د١٦ ټيمو نو ترمنځ په څلورو ګرو پو نو کې پيل شوي دي

د هيواد دشپاړس کلنو ځوانانو د کرکټ ټيم نن سهار په تايلند کې د چلنج ګپ په سياليو کې دقطر په ټيم بريالى او ددغو سياليو اتل شو

 په دې لو به کې د افغا نستان ټيم دوه سوه امتيازونه ترلاسه کړل چې مقا بل ټيم د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يو سلو اته امتيازونه ترلاسه او لو به يې و بايلله

د افغا نستان د کرکت بورد درسنيو مسول فريد هوتک د باختر اژانس خبريال ته وويل دغه سيالۍ د افغا نستان ، مالديف ، بو تان ، متحده عر بي اماراتو ،چين اود قطر دټيمو نو ترمنځ په تايلند کې پيل شوې وې چې د هيواد د کرکټ ټيم وکولاى شول په ټولو ټيمو نو بريالى شي او چلنج کپ اود اتلوالى مقام ترلاسه کړي

ديادونىې وړ ده چې پخوا هم دغه ټيم د چلنج کپ په سياليو کې ګډون کړ ى و خوويې نه کړاي شول چلنج ګپ و ګټي

 په دغه برياليتوب سره د هيواد ټيم په ماليزيا کې د ايلت کپ په سياليو کې دګډون جواز ترلاسه کړ

کابل باختردکب دمياشتې ٢٠ :

دافغانستان دشپاړلس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم نن په تايلند کې دچلنج کپ په سياليو کې دقطر له ټيم سره خپله وروستۍ لوبه پيل کړه.

دچلنچ کپ سيالۍ په تايلندکې دمالديف ، بوتان ، قطر ، متحده اماراتو ، چېن او افغانستان دټيمونو ترمنځ پيل شوي دي چې دهيواد دشپاړلس کلنو ځوانانو ټيم په دې بريالي شوي دي چې دمالديف ، بوتان ، متحده اماراتو اوچېن ټيمونو ته ماتي  ورکړي  .دچېن دکرکټ له ټيم  سره لوبه په زړه پوري وه چېن ددرې سوه نهه څلويښتو امتيازونو په توپيرسره افغانستان دټيم په وړاندې ماتي وخوړه.

دافغانستان دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريدهوتک دباختراژانس خبريال ته وويل چې همدا اوس دقطر له ټيم سره دافغانستان دټيم لوبه روانه ده که چېري زموږ هيواد ګټوونکې شي ، چلنج کپ ترلاسه کوي.

کابل باختردکب دمياشتې ٢٠ :

دننګرهار دکرکټ ټيم ديو لړسياليو دترسره کولو لپاره نن پاکستان ته روان شو.

دافغانستان دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريد هوتک باختراژانس ته وويل  ددغو سياليو هدف دکرکټ ولايتي سياليو ته ددغه ټيم تياري . دغه راز ده زياته کړه په دې سفرکې به دننګرهار ټيم دپښتونخوا له ټيم سره دوه يو ورځنې لوبې هم ترسره کړي او په پيښور ښارکې به لس ورځې خپل تمريونه وکړي او دپيښور دکلپونو له ټيمونو سره به هم دوستانه لوبي وکړي.