11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختر د کب اوولسمه

  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دسوک وهلو دنړيوالې  اتحاديې اتل حميد رحيمي ته دغازي مير مسجدي  خان عالي مډال ورکړ .

 دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  په هغو مراسموکې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځاى شول دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  دده دستاينې په مقصد  چې دسوک وهلو دنړيوالې اتحاديې د اتلوالي کمربند يې هيواد ته راوړي دي  دغازي مير مسجدي خان  عالي مډال  ورکړ .

 دهيواد جمهور رييس دحميد رحيمي دستاينې  او قدرداني په ترڅ کې ده ته دزياتو برياليتوبونو او افغانستان ته دزياتو وياړنو دترلاسه کولو هيله وکړه .

 ديادونې وړ ده چې حميد رحيمي  دوه اوونۍ  مخکې دسوک وهلو دنړيوالې اتحاديې داتلوالي  کمربند دبلاروس  له هيواد څخه خپل سيال ته به ماتي  ورکولو سره  ترلاسه کړ .

  دي له  ١٣٨٥ کال راپديخوا په حرفوي ډول سوک وهنه کوي او په يو ويشتو لوبو کې يې ګډون  کړ ي دي  چې په شلو لوبو کې په خپلو سيالانو  بريالي شوي دي .

 دسوک وهلو نړيواله اتحاديه په ١٩٩٥ ميلادي کال کې جوړه شوه او داتلوالي  القاب يې په اروپا او افريقا کې په رسميت پيژندل شوي دي

 ديادونې وړ ده چې په دغو مراسموکې  دجمهوري رياست دويم مرستيال  محمد کريم خليلي ، دجمهور رييس سلاکار  شهزاده   مسعود، دچاروداداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رييس ډاکتر صادق مدبر او دالمپيک  دملي کميټې لوي رييس محمد ظاهر اغبر هم  ګډون کړي و .

کابل\باختر\دکب ١٦ مـــــــــــــــــه

دملى اردو دفوټبال ټيم چې د هند  د هوا يې پوځ دفوټبال په سياليو کې يي داتلوالي کپ افغا نستان ته وګاټه نن دالمپيک د ملي کميټې له خوا وستايل شو .

په دغو سياليو کې چې د فبر وري د مياشتې له ٢٥ نيټې څخه د مارچ تر ٣ نيټې پوري په هندوستان کې تر سره شوى . د افغا نستان د ملي اردو دفوټبال ټيم په دريو لو بو سره د هند د هوا يي پوځ دټيم په مقا بل کې په يوې ما تې او دوو برياليتو بو نو سره د اتلولى کپ وګاټه دغه ټيم پرون هيواد ته را ستون شو .

 ددغه ټيم دستايلو په غونډه کې د المپيک د ملي کميټې رئيس محمد ظاهر اغبر اود پنجشير والي کرام الدين کريم اود فوټبال فدراسيون رئيس هم حاضر و

دالمپيک د ملى کميټې رئيس د ملي اردو د فوټبال دټيم برياليتو ب د ملي دفاع وزارت د ورزش د ودى نښه نشا نه و بلله وړانديز يې و کړ چې په نورو دولتي ادارو کې هم ورزشي ټيمو نه جوړ شي

ده دفوټبال د ورزش د ودى په باب په خپله د جمهور رئيس دکلک ملا تړ او ددولتي مقا ما تو له خوا دفوټبال دبورد د جوړولو غو ښتنه و کړه

کابل\باختر\دکب ١٦ مـــــــــــــــــه

د اتفاق دفوټبال ټيم د هرات دتنکيو ځوا نا نو د جام دفو ټبال دسياليو وروستې پړا و ته لاره و مو ندله

د هرات ولايت د ورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس ته وويل: د تنکيو ځوا نا نو د جام د سياليو په دوام پرون ما زيګر د اتفاق او هيواد ټيمو نو لو به وکړه چې د ا تفاق ټيم ديوې په مقا بل کې په دوو سره هيواد ټيم ته ما تې ورکړه او وروستې پړا و ته يي لاره و موندله

ټا کل شوې ده نن ما زيګر د کو هستان او ابو مسلم ټيمو نه لو به وکړې چې ددغى لو بي ګټو نکى هم وروستې پړا و ته لاره پيدا کوى

ضيا زيا ته کړه : ټا کل شوې ده ددغو سياليو وروستې پړا و د جمعې په ورځ په دغه ولايت کې تر سره شي

کابل باختردکب دمياشتې ١٥ :

داولمپيک  دملي کميټي مشرتابه هيئت  غړي دسوک وهلو دنړيوال اتل حميدرحيمي  په ملګرتيا دجمهوررييس له مرستيال سره کتنې ته ورغلل او دجمهوررييس  مرستيال دهيواد ددغه ورزشکار وياړني وستايلي .

باختر اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې دجمهوررييس مرستيال دهغه وياړ له امله چې ښاغلي رحيمي دسوک وهلو  ورزش له نړيوالې سيالۍ څخه افغانستان ته  ګټلي دي قدرداني وکړه او ويې ويل چې ددغه هيوادداستعداد لرونکې بچېان هغه هلې ځلې چې ترسره کوي

ده دافغانستان دمډال راوړونکې نړيوالې وياړني چې په وروستيو دوو کلونو کې يې ساري نه درلود  دافغانستان ملت ته  مبارکي وويله   او خوښي يې څرگنده کړه چې په اوسنيو شرايطو کې دهيواد ځوانانو ته دغه زمينه برابره شوې ده  چې په ټولو برخو له دې جملي څخه دورزش په برخه کې خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي او ځان او خپل هيواد ته نړيوالې وياړني وګټي .

داولمپيک دملي کميټې رييس محمدظاهر اغبر هم  دسوک وهلو دنړيوالې سيالۍ  په ډګر کې درحيمي  داتلولي له امله دخوښي دڅرگندولو په ترڅ کې وويل   چې دورزشکارانو دهڅو او هاندله امله  زموږ هيواد په تيرو څه دپاسه دوو کلونو کې  دنړيوالو سياليو په ډګرکې شپږسوه ورزشي مډالونه ترلاسه کړي دي .

داولمپيک دملي کميټې رييس ښاغلي رحيمي ته  دمحمدکلي  لقب ورکړ او ويې ويل  چې دهيواد ورزشي برياليتوبونو ساتنه  اوپه دې برخه کې دځوانانو پرمختګ او ترقي دافغانستان ددولت جدي ملاتړ ته اړتيالري.

 دغه راز د جمهوررييس مرستيال محمد کريم خليلي څرگنده کړه  چې دي په نړيوالو سياليو کې دهيواد دورزشکارانو په وياړنو خبر دي  او هيله لري  چې دافغانستان ځوانان وکولاي شي په نفس په زيات اعتمادسره  دورزش دبرخې په  ګډون  په ټولو برخو کې ځان  اوخپل هيواد ته زياتي وياړني وګټي .

ددغې کتنې په پاي کې  د ٧٢ کېلوګراموپه وزن کې دسوک وهلو نړيوال اتل حميدرحيمي  ده ته دافغانستان دخلکو دتاوده هرکلي او ددولتي مقاماتو  دهڅوني له امله خوښي څرگنده کړه او ويي ويل  چې دافغانستان د دولت او خلکو پراخ ملاتړ ده ته دزړه قوت ورکړي دي  چې  دي کولاي شي په  راتلوونکو نړيوالو سياليو کې  په نړيواله کچه دخپلې اتلولي درجه وساتي.

رحيمي وويل  ارزښتونه يې دافغانستان په خلکو اودولت پوري اړه لري  اوخپله هم دافغانستان په اتلولي وياړي .