11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل\ باختر\ دکب ١٤ مـــــــــــــــه

دميهن کلپ د فراه ولايت کوشين ماتولو کارا تي دسياليو لومړي مقام و ګاټه .

د المپيک د ملي کميټې درسنيو مدير عبد المحجوب سر وري باختر اژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې د تنکيو ځوانانو ، ځوانا نو او لويانو په کتګوريو کې په يوولسو وزنى برخو کې ديو سلو ديرشو تنو ورزشکارا نو په ګډون دشهيد زمان شاه فرا هي په ورزشي لوبغالې کې پيل شوې وې په پاى کې د ميهن کلپ ورزشکارانو لومړى مقام اود افغان او خراسان کلپ لوبغاړو دويم او دريم مقامونه وګټل

دغه راز په پاى کې دحکمانو له خوا له هروزن څخه څلور څلور تنه ددغه ولايت منتخب ټيم ته انتخاب شول .

 دسياليو په پاى کې د ورزشي امريت اود کاراتي د هيئت له خوا برا بر شوي مډالونه ،ستاين ليکونه او سوغاتونه په برياليو لوبغااړو وويشل شول.

کابل باختر د کب  څوارلسمه

 له شپاړس کلن  څخه ښکته  دهيواد  دکرکټ ملي ټيم دمالديف ټيم ته ماتې ورکړه .

  په تايلند کې د چلنج کب  دسياليو په دوام دافغانستان دکرکټ ټيم په لومړۍ لوبه کې چې پرون مازيګر ترسره شوه وکولاي شول چې داووه ديرشو امتيازونو په مقابل کې  ددري سوه څلور پنځوسو امتيازونو  په ترلاسه کولو دمالديف ټيم ته ماتي ورکړي .

  دغه سيالۍ دبوتان ، مالديف ، افغانستان ، چين ، قطر او دعربي متحده اماراتو د ټيمونو  ترمنځ په تايلند کې پيل شوي دي  او ټاکل شوې ده دافغانستان دکرکټ ټيم  نن دبوتان له تيم سره لوبه وکړي .

کابل\ باختر\ د کب ١٣ مـــــــــــــه

افغان اتل سوک و هو نکى حميد رحيمي نن دسو ک و هنې يوه جوړه دستکش چې په هغو سره يې خپل بلا روسيې سيال ته ما تې ورکړى وه د المپيک ملي کميټې ته وسپارلي

دغه افغان ورزشکار چې په المان کې ژوند کوى په المان کې په وروستې سيالۍ کې له خپل بلا روسيې سيال سره مخا مخ شو اود سيالۍ په اتم پړا و کې يي هغه ته ما تې ور کړه اود اتلو لى لقب يي وګټه

د باختر ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : حميد رحيمي له هغه وروسته چې دالمپيک د ملي کميټې په بلنه کا بل ته را غى ، نن له غر مې وروسته يې له خبريالانو سره په لنډو خبرو کې وويل: دغه وياړ يواځى په ما پورې اړه نه لري بلکي د افغا نستان په ټولو خلکو پوري اړه لري

 په دغو مراسموکې د المپيک د ملي کميټې رئيس ظاهر اغبر هم خبري و کړې او ويې ويل: د المپيک ملي کميټه د افغانستان دټولو ورزشکارا نو ورزشي کو ر دي

ده زيا ته کړه : ورزشکاران کولاى شي د حميد رحيمي له تجر بو څخه په هغى مود ه کې ګټه وا خلي چې په افغا نستان کې دې

د با ميا نو ولايت ورزشي امر محمد کبير  توپان د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس خبريال ته وويل ، دغه سيالۍ د بابا غره په لمنو کې تر سره کيږي څلويښت تنه نجو نې او ميرمني پکى برخه اخلي

 ده زيا ته کړه تيرکال هم دغه سيالۍ تر سره شوې وې چې د برخه والو شمير يي دسږ کال په پر تله کم و

توپان زيا ته کړه د جمعي په ورځ د وا ورې پر سر دسپکى لو مړۍ سيالۍ د کورنيو او بهرنيو ورزشکارا نو په ګډون د بابا غره په سيمه کې تر سره شوه چې دسکى د کورنيو او بهرنيو شلو تنو لو بغاړو پکى برخه لرله چې دسکې بهرني لو بغاړى د انګليستان ، ا مريکا  ، هند او سويس له هيوادو نو څخه وو .

 دى ، د بابا د غره په لمنه کې ددغو سياليو د  تر سره کولو هدف دغې سيمې ته د کال په څلورو فصلو نو کې دسيلا نيا نو جذبول بو لى

توپان څرګنده کړه : دغه سيالۍ د با ميا نو ولايت د ګرځندوي رياست ، د ولايت د مقام اود ورزشي امريت په همکاري پيل شوي وې