11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختردکب دمياشتې ٩ :

داولمپيک  ملي کميټې نن دفوتبال او وشو دنجونو دملي ټيمونو غړي وستايل.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې : دهيواد دنجونو دفوتبال ملي ټيم چې په قطرکې په دوستانه لوبه کې کوربه ټيم ته دصفر په مقابل کې په دوو سره ماتې ورکړه   او دوو مډال راوړنکې نجونې چې دايران دفجر دلسيزي له سياليو  څخه دسروزرو له دريو ، دسپينو زرو  له ايو او دبرونزو له څلورو مډالونو سره هيواد ته راغلي و وستايلې شوي .

په هغې غونډه کې چې له همدي امله   جوړه شوې وه داولمپيک دملي کميټې لوى رييس ظاهر اغبر له پولي اخوا په سياليو کې يې دافغان نجونو برياليتوب دټولو خلکو برياليتوب وباله او داولمپيک  دملي کميټې له خوا برابرشوي سوغاتونه يې دوى ته ورکړل.

کابل باختردکب دمياشتې ٩ :

دهيواد بايسکل ځغلولو ملي ټيم ديو لړتمرينونو دترسره کولو په مقصددننګرهار ولايت ته روان شول

دباختر اژانس دخبرله مخې دهيواد دبايسکل ځغلولو دملي ټيم  پنځلس تنه غړي دپاکستان دبايسکل ځغلولو په سياليو کې دفعال ګډون اودتمرينونو ديو مياشتنې دوري دتيرولو په خاطر نن  دبايسکلونوپه سپرلۍ  له کابل څخه ننګرهار ته روان شول .

داولمپيک دملي کميټي دبايسکل ځغلولو دفدراسيون رييس محمدصادق صادقي  په ننګرهار ولايت کې ددغه پروګرام دعملي کولو هدف په کابل کې دهوا سړښت  اوپه دغه ولايت کې دهوا د حالاتو ښه والۍ وباله .

صادقي زياته کړه   افغان ورزشکاران له تمرينونو وروسته دپاکستان دبايسکل ځغلولو په هغوسياليو کې گډون کوي چې داوو هيوادونو دورزشکارانو په گډون دروان کال دکب دمياشتي په ٢٩ نيټه دپاکستان له کراچې ښار څخه تر پيښور ښار پورې په يوولسو پړاونو کې ديوزرو شپږسوه څلويښتو کېلومترو په واټن ترسره کېږي .

ديادونې وړ ده چې په دې سفر کې دفدراسيون رييس اودمريمې په نامه يوه ښوونکې ميرمن دورزشکارانو ملګرتيا کوي.

دناټو ځواکونو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي چې دفراه ولايت  په بالا بلوک ولسوالۍ کې دناټو او افغان  ځواکونو په گډو عملياتو کې څوتنه وسله وال طالبان ونيول شول.

په نيول شويو کسانو  دتروريستي بريدونو اودورانکارو عملونو دترسره کولو او دناټو او افغان په اکمالاتي کتارونو دبريد په مقصد په واټ کې دماينونو دايښودلو تور لګول شوي دي .

په دغو عملياتو کې ددښمن دجنګې وسايلو يوه ډيپو هم دناټو اوافغان ځواکونو له خوا دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف اوضبط شوې ده.

په دې ډيپو کې ډول ډول ماينونه او کېمياوي توکې چې دماينونوپه جوړولو کې کارول کېږي او دډول ډول وسلو يوه اندازه ګولۍ  وي .

داحمد شاه بابا دفوتبال  ټيم په پرله پسي  توګه ددريم کال لپاره دکندهار ولايت دفوتبال دمني دسياليو اتل شو .

 دغه ټيم په وروستۍ لوبه کې وکولاي شول چې داتفاق ټيم  ته ددوو په مقابل کې په دريو سره ماتي روکړي او داتلوالي  جام وګټي .

 په دغو سياليو کې سره له دي چې دوه ټيمونه  ښه وځليدل خو په پاى کې داحمد شاه بابا ټيم ديو ګول  په توپير سره دلوبو په لومړى رديف کې ځاى ونيوه .

 په دغو سياليو کې داتفاق اوبريښنا  ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل .

 دکندهار ولايت ورزشي آمر محمد الله ګلالي وويل دغه سيالۍ دفوتبال ورزشي  او دکندهار ولايت  منتخب ټيم ته ددغې ورزشي  څانګې دغوره  څيرو دانتخاب لپاره پيل شوي دي .