11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختر دسلواغي نهه ويشتمه

 دهيواد  د ښځو دسوک وهلو دفدراسيون دنجونو دملي  ټيم غړي او دشپږ پنځوس  کېلوګرامو په وزن سوک وهونکې صدف رحيمي دشنبې دورځې په سهار دتمرينونو ددوام په مقصد لندن ته روانه شوه .

  صدف رحيمي  چې د٢٠١٢ کال دلندن دالمپيک  سياليو ته کانديده ده دنړۍ دسوک وهلو فدراسيون په بلنه  دشلو ورځو لپاره په يو روزنيز کمپ  کې تمرين کوي .

 صدف رحيمي پنځه کاله کېږي چې دسوک وهلو په څانکه کې  ورزش کوي او په  ٢٠١١ کال کې يې دتاجکستان په  نړيوالو   سياليو کې دسرو زرو مډال وګاټه .

  داچې دلندن د ٢٠١٢ کال  په سياليو کې دګډون له امله ډيره خوشحاله ده وويل دالمپيک  په سياليو کې دفعال ګډون په خاطر لوړو تمرينونو ته اړتيا لرم چې دغه زمينه راته برابره شوي ده اوزما يواځني هيله ده چې وکولاي شم دالمپيک  په سياليو کې خپل  هيواد ته وياړ وګټم .

کابل باختر دسلواغي نهه ويشتمه

  دهرات ولايت  دووشو انتخاباتي سياليو دريمه اوونۍ پرون مازيګر  پيل شوه .

  دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا  د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه سيالۍ  دسلواغي په پنځلسمه  نيټه پيل شوي وي چې پکې  دديارلسو کلپونو ورزشکاران  په بيلابيلو وزنونوکې  بلي لوبې کوي .

 دخبرځاى د څرګندونو له مخې  دغه سيالۍ   دخداى عاشفان  په فرهنګي سالون کې  پيل شوي دي چې په پاى کې به ددغه ولايت دووشو  منتخب  ټيم ته غوره  څيري انتخاب شي .

کابل\باختر\ دسلواغى ٢٨ مـــــــــــــــــه

دافغا نستان د ښځو دفوټبال ملي ټيم په يوه دوستا نه لو به کې دقطر دښځو ملي ټيم ته ما تې ور کړه

په دې لو به کې چې پرون مازيګر دقطر دفو ټبال فدراسيون په کور به تو ب وشوه د افغا نستان د ښځو دفوټبال ملي ټيم ديوې منظمې او په نسبي تو ګه يرغليزې لو بي په تر سره کولو سره بريالې شو دصفر په مقا بل کې په دوو سره دقطر دښځو ټيم ته ما تې ور کړې

 په دې لو به کې افغان لو بغا ړو مرجان حيدري او صا برې ګولو نه ورکړل

 دالمپيک د ملي کميټې درسنيو مسوول عارف پيمان د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل چې دغه لو به د هيواد دښځو دفو ټبال د ملي ټيم د لو بغاړو دځواکمنې دڅيړنې په هدف په قطر کې پيل شوې وه

ويل کيږي چې په دې لو به کې د ا مريکا په متحده ايالاتو کې اووتنو افغان لو بغا ړو ته د افغا نستان د ملي ټيم په اردو کې دګډون بلنه ور کړ شوې وه

د هيواد دښځو دفو ټبال ملي ټيم په داسي حال کې دخپل قطرى سيال په وړا ندې دصفر په مقا بل کې په دوو امتيا زو نو په ترلاسه کولو بريالې شو چې دقطر له ملي ټيم سره خپلو زرګو نو پلويا نو هڅو نه او ملا تړ و

کابل\باختر\ دسلواغى ٢٥ مــــــــــــه

د هيواد دنجو نو د فوټبال ټيم ديوې دوستا نه لو بي د تر سره کولو لپاره نن قطر ته روان شو

 د هيواد د فوټبال فدرا سيون درسنيو مسول احمد شاه ساير د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته خبر ورکړ:

ټا کل شوې ده د نجو نو دفوټبال ملي ټيم د جمعي په ورځ په دو حه ښار کې د قطر د نجو نو له ملي ټيم سره دوستا نه لو به و کړي

 يوه اړونده خبر ځاى وويل په دې سيالۍ کې د   افغا نستان د فوټبال د ملي ټيم په غړو سر بيره په ا مريکا کې اووه تنه او سيدونکي نجو نې هم ګډون کوي