11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ورزشی

کابل باختر دسلواغي څوارلسمه

 دواليبال  په يوه دوستانه لوبه کې دپغمان ولسوالۍ  دپوليسو ټيم دجبل السراج ولسوالۍ دپوليسو ټيم  ته ماتې ورکړه .

 په دې  لوبه کې چې دجبل السراج ولسوالۍ دواليبال  ټيم په کوربه توب پرون وشوه دکابل دپغمان ولسوالۍ د پوليسو ټيم وکولاي شول ددوو په مقابل کې په دريو سره بريالى شي .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې،  دغه سيالۍ  دکورنيو چارو وزارت په نوښت او دپوليسو دورزشي پروژې په مالي مرسته پيل شوې وې .

 دپروان ولايت دپوليسو قوماندانۍ ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلى دى دغه دوستانه لوبه دورزش دودې او دهيواد دامنيتي ځواکونو ترمنځ دهلوځلو او دهمکاري دروحيې درامنځته کيدو په هدف ترسره شوه .

١٦ - کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

  په هرات کې دجمعې په ورځ دسطرنچ  لوبې پيليږي .

 دغه لوبې دهرات دورزشي آمريت له خوا د غوره لوبغاړو  او دهرات  دسطرنج منتخب  ټيم دټاکلو په مقصد پيليږي .

 دهرات ولايت ورزشي آمر  عبدالقيوم جامي  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغو سياليو په بهير کې  دهرات دسطرنج  دڅانګې غوره لوبغاړي  انتخابيږي او دملي ټيم دجوړولو لپاره په سياليو کې دګډون لپاره کابل ته استول کېږي .

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

ټاکل شوې ده دګلف دورزش درې کسيز ټيم سبا دګلف په اماتور سياليو کې دگډون په مقصد بنګله ديش ته روان شي .

داولمپيک  دملي کميټې درسنيو مدير عبدالمحبوب  سروري  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دهيواد ورزشکاران دګلف  داماتور په نړيوالو سياليو کې  چې دروان کال دفبروري دمياشتي له لومړي نيټې څخه  ترڅلورمې نيټي پوري دبنګله ديش په پايتخت ډاکه کې پيليږي گډون کوي.

کابل باختر  دسلواغي پنځمه

 دجيدو ورزشي ذال  نن پرانستل شواو ددغي څانګي  دورزشکارانو داستفادي وړ وګرځيد .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې دغه ذال دالمپيک دملي کميټي په انګړ کې ددرې سوه پنځه ويشتو متره مربع  ځمکي په ساحه کې جوړ شوي دي او په يو وخت کې يو سلو شل تنه ورزشکاران پکي تمرين کولاي شي .

  دغه ذال نن دالمپيک دملي کميټي درييس محمد ظاهر اغبر له خوا دپټي  په پري کولو سره پرانستل شو .